ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” که د امن له کوره بهر شم طالبان مې وژني”

” که د امن له کوره بهر شم طالبان مې وژني”

author avatar
13 May 2017 - 20:13
” که د امن له کوره بهر شم طالبان مې وژني”
author avatar
13 May 2017 - 20:13

هرات ښار (پژواک ٢٣ غويى ٩٦): د هرات امن کور کې يوه مېرمن وايي، که له امن کوره بهر شي، طالبان به يې صحرايي محاکمه کړي؛ خو طالبان دا موضوع ردوي.

دا مېرمن ٣٠ کلنه فاطمه ده او له څو مياشتو راهيسې هرات امن کور کې ژوند کوي.

هغه چې څلور واړه ماشومان لري، ويلي يې دي چې د هرات اوبه ولسوالۍ کې د طالبانو صحرايي محاکمه د نوموړې په انتظار کې ده.

د فاطمې يوه نږدې خپلوانه چې ځان نفس ګل بولي، له پژواک خبري اژانس سره يې په ځانګړې مرکه کې وويل چې فاطمه يې څو کاله وړاندې يوه زوړ سړي ته واده کړه چې په دې موده کې څو کاله د خپل خاوند له شکنجې سره مخ وه.

نوموړې زياته کړه، څو کاله وړاندې يې خاوند ومړ؛ خو د خاوند له مړينې وروسته يې مېرني زوى او د هغه د کاکا زامنو دا ربړوله.

هغې وويل: "فاطمه د خپل ميرني زوى او د هغه د کاکا زامنو له وهلو ټکولو تنګه شوه او په پايله کې څو مياشتې وړاندې يې د اوبه ولسوالۍ پوليسو ته ځان وسپاره او پوليسو هم هغه دامن کور ته واستوله."

د نوموړې په وينا، له کله چې فاطمه امن کور ته راغلې ده، کاکا زامنو يې اوبه ولسوالۍ کې طالبانو ته شکايت کړى چې فاطمه له کوره تښتېدلې او پوليسو ته يې ځان سپارلى دى.

نفس ګل زياته کړه، د فاطمې تره زامنو له شکايت څخه وروسته، طالبانو هم هغوى ته لارښوونه کړې چې په هر ډول کېږي، فاطمه دې له امن کور څخه بهر کړي او اوبه ولسوالۍ ته دې راولي، څو په عام محضر کې  د صحرايي محکمې له حکم سره سنګساره شي.

نفس ګل زياته کړه، د طالبانو له حکم څخه وروسته د فاطمې کاکا زامن هڅه کوي څو نوموړې په فريب له امن کور څخه بهر کړي.

نوموړې وويل: "تراوسه څو ځله د فاطمې کاکا زامن د هغې لئدو لپاره امن کور ته ورغلي او ويلي يې دي چې هر ډول کېږي تا له امن کور څخه بهر کوو او ولسوالۍ ته دې له ځان سره بوځو."

همداراز نفس ګل زياته کړه، د فاطمې خپلوانو څو ځله د هغې ماشومان وسيله کړي دي، که خپله له امن کور څخه بهر نه شي، ماشومان يې له ځان سره بيايي.

هغه چې د فاطمې وضعيت په اړه بشپړه خبره ده، همداراز يې ټينګاروکړ، که فاطمه له امن کور څخه بهر شي، طالبان به يې محاکمه کړي، نو هغه مهال به يې حکومت د وژنې مسوول وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.