ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پاکستان د ویزو په اخیستو کې فساد کوونکي به څارنوالۍ ته ور وپېژنو”

“د پاکستان د ویزو په اخیستو کې فساد کوونکي به څارنوالۍ ته ور وپېژنو”

author avatar
14 May 2017 - 17:15
“د پاکستان د ویزو په اخیستو کې فساد کوونکي به څارنوالۍ ته ور وپېژنو”
author avatar
14 May 2017 - 17:15

جلال اباد (پژواک، ٢٤ غويى ٩٦): د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان وايي چې په جلال اباد ښار کې د  پاکستان د ويزو په اخیستو کې په فساد کې ښکېل کسان به څارنوالۍ ته ور وپېژني .

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې په دې وروستيو کې د پاکستان له کونسلګرۍ  څخه  د ويزو په ترلاسه کولو کې د کمېشن کارانو له فساد څخه شکايتونه زيات شوي وو.

خلک شکايت کوي چې دلته ځيني کمېشن کاران له خلکو پيسې اخلي او هغوى ته بيا په اسانه ويزې ترلاسه کوي، خو څوک چې پيسې نه لري او يا يې نه ورکوي؛ هغوى په ورځو ورځو کې ويزې نه شي ترلاسه کولى.

د ننګرهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د غويي په ۲۴مه په جلال اباد ښار کې پاکستان کونسلګرۍ مخې ته د مراجعينو ستونزې له نږدې وليدې.

هغه له مراجعينو سره د خبرو پر مهال ګواښ وکړ چې د يادې کونسلګرۍ مخې ته په هر ډول فساد کې ښکېل کسان به تر نيولو وروسته څارنوالۍ ته ور وپېژني.

رحيمي د کونسلګرۍ مخې ته د راغلو خلکو ستونزې واورېدې او په يو شمېر برخو کې يې ګومارل شوو پوليسو ته ځاګړې سپارښتنې وکړې .

د يادونې ده، د ننګرهار والي ګلاب منګل هم يوه ورځ په پټه په ياده سيمه کې چاپه اچولې وه او ځيني کمېشن کاران يې لاس په لاس نيولي وو.

د پاکستان په ويزو کې د شته فساد په اړه تر شکايتونو وروسته د ننګرهار والي د خپلو سلاکارانو، مدني فعالانو او امنيتي منسوبينو په ګډون يوې کمېټې ته دنده سپارلې، څو د پاکستان کونسلرۍ مخې ته د ويزو په ترلاسه کولو کې له خلکو سره همکاري کړي.

امنيه قوماندان د يادې کمېټې له غړو څخه مننه وکړه چې په شفاف ډول مراجعينو ته د پاکستان د ويزې د ورکړې په برخه کې همکاري کوي .

د ننګرهار ولايت يوه اوسېدونکي محمد عرب وايي چې د کونسلګرۍ مخکې ته ځيني پوليس له کمېشنکارانو سره لاس لري او خلکو ته د پيسو په بدل کې ويزې ترلاسه کوي.

هغه د ننګرهار د والي له اقداماتو د مننې تر څنګ غوښتنه وکړه چې اړونده کمېټه بايد په دوامداره توګه د کونسلرۍ مخې ته فعاليت کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.