کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۹۶) : حزب اسلامي وایي، چې د طالبانو ځینې سیاسي حلقې د سولې لپاره ورسره اړیکې نیولې دي.
د حزب اسلامي ویاند قریب الرحمن سعید د غویي په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې په هیواد کې دننه او له هیواده بهر د طالبانو ځینې حلقې ددوی له مشرتابه او نورو غړو سره د سولې لپاره اړیکې نیولې دي.
هغه زیاته کړه، چې د طالبانو دغه سیاسي حلقې غواړي، چې د سولې له پروسې سره د حزب اسلامي له یو ځای کیدو څخه په ګټنې اخیستنې سره دې پروسې سره یو ځای شي.
سعید وایي، چې حزب اسلامي کولي شي، دغو طالبانو ته چې غواړي، دسولې له پروسې سره یو ځای شي، ضمانت ورکړي او په دې برخه کې نوره همکاري هم کولی شي.
خو د حزب اسلامي ویاند د طالبانو ددغو حلقو په اړه نور معلومات ورنکړل.
قریب الرحمن سعید وایي، چې ځینو طالبانو هم اوس درک کړې، چې د هیواد روانه شخړه د جګړو له لارې نه شي هواریدلی .
د هغه په وینا، د روانې غمیزې د حل یواځینۍ لاره په بین الافغاني خبرو اترو او مذاکراتو کې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې ددولت او حزب اسلامي ترمنځ دسولې تړون داثابته کړه، چې که افغانان وغواړي، پخپله خپلې ستونزې هوارولی شي.
تر دې مخکې ځېنو سرچینو خبر ورکړی و، چې د طالبانو قطر دفتر هم د حزب اسلامي له مشرتابه سره اړیکې نیولې دي، خو قریب الرحمن سعید دغه راپورونه رد کړل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې کابل ته تر راتګ وروسته په ارګ کې یوې غونډې ته پخپله وینا کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار طالبانو ته وروڼه وویل، او هغوی یې سولې ته راوبلل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن