ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د سپينې وينې طبيق پيل شو

ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د سپينې وينې طبيق پيل شو

author avatar
14 May 2017 - 12:10
ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د سپينې وينې طبيق پيل شو
author avatar
14 May 2017 - 12:10

جلال اباد (پژواک، ۲۴ غويی ٩۶): د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د سپینې وینې (پلازما) تطبیق پیل شو.

ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر نجیب الله کامه وال د غويي په ۲۴مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه کار یې د اړوند وزارت د پرمختیایي بودیجې او هيلت نېټ نړیوالې روغتیایي شبکې په تخنیکي مرسته د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې پیل کړی دی .

نوموړي زیاته کړه، هغه ناروغان چې له دې وړاندې د سپینې وینې د تطبیق په موخه  بهرنیو هېوادونو ته تلل، اوس کولای شي د ننګرهار په حوزوي روغتون کې دغې اسانتیا ته لاسرسی ومومي.

د هغه د معلوماتو له مخې، هره ورځ د سهار له ۷ بجو د ماسپښین تر ۲ بجو پورې د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې د پلازما تطبیق لپاره ناروغان مراجعه کولای شي.

بلخوا ډاکتران د پلازما يا سپينې وينې تطبیق د وينې د کمښت او ټيټ فشار له ناروغيو سره د مخ ناروغانو لپاره ګټوره چاره ګڼي.

د داخله ناروغيو متخصص ډاکتر محمد لياقت عادل پژواک ته وويل، هغه کسان چې د ويني له کمښت سره مخ وي او له ټيټ فشار نه شکايت کوي، د ويني پلازما تطبيق ورته ګټوره لاره ده.

دا وايي، که دوی ته سپينه وينه تطبيق شي؛ نو د وينې حجم يې برابرېږي او بل يې د امراضو په مقابل کې مقاومت زياتېږي؛ نو د ټيټ فشار او وينې کمښت يې له منځه ځي.

د يادولو ده، په ننګرهار کې د وينې د کمښت ناروغۍ د بېلابېلو ډولونو ناروغان شته چې تر ټولو زيات هغه يې د تلسيميا ناروغۍ باندې اخته کوچنيان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.