ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شپږيزه کرکټ ملي سياليو لوبډلې په لوړه بيه وپلورل شوې

د شپږيزه کرکټ ملي سياليو لوبډلې په لوړه بيه وپلورل شوې

author avatar
15 May 2017 - 14:18
د شپږيزه کرکټ ملي سياليو لوبډلې په لوړه بيه وپلورل شوې
author avatar
15 May 2017 - 14:18

کابل  (پژواک، ٢٥ غويى ٩٦): د افغانستان د کورني کرکټ په تاريخ کې د  لومړي ځل لپاره د شپږیزه ملي کرکټ سياليو لوبډلې د داوطلبۍ له لارې په لوړه بيه وپلورل شوې.

ټاکل شوې ده د شپږيزه شل اووريز کرکټ ملي سيالۍ د روان زېږديز کال په اګسټ يا سپټمبر مياشت کې په کابل کې ترسره شي.

د يادو لوبډلو د داوطلبۍ مراسم پرون په کابل کې ترسره شول، چې د کرکټ بورډ مسوولينو او غړو، د کابينې وزيرانو، د مشرانو جرګې رييس، د خصوصي شرکتونو مسوولينو او ملي سوداګرو برخه اخيستې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس شکرالله عاطف مشعل وويل چې دا ځل ملي او نړيوال سوداګر په شپږيزه ليګ کرکټ کې پانګونه کړې ده.

هغه زياته کړه چې شپږيزه به سږ کال د نورو کلونو پرتله له ډېرو نوښتونو ډکه وي ، دا ځل به د ملي او نړيوالو لوبغاړو تر څنګ نړيوال لوبڅاران او روزونکي هم له بهرنيو هېوادونو را وغواړي.

د ښار جوړونې وزير سيد منصور سادات نادري د کرکټ بورډ او افغان کرکټ ملي لوبډلې د تېرو څلورو مياشتو په لاسته راوړونو رڼا واچوله او خوښي يې څرګنده کړه چې دوى په ملي او نړيواله کچه لاسته راوړنې درلودلې.

نوموړي له ملي سوداګرو مننه وکړه چې د کرکټ بورډ او کرکټ ملي اتلانو د ملاتړ په موخه د پانګونې لپاره سره يو ځای شوي دي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار له ملي سوداګرو وغوښتل چې د شپږيزه ليګ پوره ملاتړ وکړي.

ورپسې د شپږيزه ليګ لوبډلې داوطلبۍ ته وړاندې شوه چې پر مهال یې ملي او نړيوالو سوداګرو خورا لېوالتيا وښوده او هر سوداګر هڅه کوله چې په شپږو لوبډلو کې يوه واخلي.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک اژانس ته وويل د داوطلبۍ په پايله کې د شپږيزه کرکټ ليګ شپږ لوبډلې په خورا لوړ ارزښت وپېرل شوې.

د هغه په وينا، د کابل بازانو لوبډله د جنرال پټروليم شرکت له خوا په ٨٩زره امريکايي ډالر،
د سپين غر زمريانو لوبډله د مسلميار ګروپ لخوا په ٦٩ زره امريکايي ډالره،
د بند امير ښامارانو لوبډله د پاراګون تجارتي ګروپ لخوا په ١٥٠ زره امريکایي ډالره او د بوست ساتونکو لوبډله د عارف عظيم ګروپ لخوا د ٨٠ زره امريکايي ډالرو وپيرله شوه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.