ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مرکزي سيلو له فعاليته لوېدلې ده

مرکزي سيلو له فعاليته لوېدلې ده

author avatar
16 May 2017 - 13:57
مرکزي سيلو له فعاليته لوېدلې ده
author avatar
16 May 2017 - 13:57

کابل(پژواک، ٢٦غويى ٩٦): د مرکزي سيلو تصدي چې پخوا يې د شاوخوا دوه زره کارکوونکو په لرلو سره په يوه ورځ کې څه باندې سل ټنه ډوډۍ توليدوله، اوس د حکومت د ملاتړ نه لرلو او د ستګاوو د وروستوالي په سبب له فعاليته لوېدلې ده.

د مرکزي سيلو تصدي بنسټ  په ١٣٣٣لمريز کال کې د پخواني شوروي اتحاد له لوري کېښودل شو، خو د کورنيو جګړو پرمهال يې دستګاوې ويجاړې شوې او   پاتې ماشيني سيستم يې هم استهلاک شوى دى.

د مرکزي سيلو تصدي رياست فني او مسلکي مرستيال سيد عنايت الله هاشمي، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې مرکزي سيلو د خپل فعاليت په پيل کې څه باندې ١٨ سوه کارکوونکي  لرل چې په درېيو وختونو کې يې کار کاوه او په يوه ورځ کې يې ١٢٠ ټنه اوړه غنم، ناشتا او روټ په بڼه پخول.

 هغه زياته کړه چې له کورنيو جګړو وړاندې مرکزي سيلو هره ورځ ١٧٠ زره ټنه غنم پاکول او ١٤٠ زره ټنه غنم يې اوړه کول.

د سرچينې په خبره، مرکزي سيلو ډوډۍ، ناشتا او روټ توليدول  چې ملکي دولتي مامورينو او د هېواد وسله والو ځواکونو ترې ګټه اخيستله، دا کار د دولت او کورنيو له اقتصاد سره يوه د پام وړ  مرسته وه.

 خو نومووړي وويل چې په هېواد کې د جګړې په ترڅ کې مرکزي سيلو ته ګڼ زيانونه اوښتي  او ددغې تصدۍ تر ټولو زياتې دستګاوې ويجاړې شوې، سره له دې چې د نوي حکومت له راتګ سره د تصدۍ د بيا فعالولو لپاره هڅه وشوه، خو د دولت او مرسته ورکوونکو د ملاتړ د نشتوالي له امله مرکزي سيلو له فعاليته لوېدلې ده.

 هاشمي د ډوډۍ پخونې فابريکې د ماشين الاتو استهلاک کېدل د مرکزي سيلو عمده ستونزه بولي او زياتوي چې د مرکزي سيلو ماشين الات څه باندې نيمه پېړۍ مخينه لري چې ټول وراسته شوي او پړسېدلي دي، اوس د ډودۍ او روټ پخولو هغه پخوانى کيفيت نه لري.

هغه  زياته کړه:((هميشه له وزارتونو او ادارو سره اړيکه نيسو، هر وزارت چې غواړي موږ ورته ډوډۍ پخولى شو، خو تر اوسه هېڅ کوم بنسټ نه دى حاضر شوى چې د مرکزي سيلو له توليداتو ګټه واخلي.))                                                  

 هغه زياته کړه چې شپږ مياشتې وړاندې د ارګ د اقتصادي شورا ناسته کې د مرکزي سيلو د اوسني وضعيت په اړه بحث شو، د حکومت اجرايي مشر په ناسته کې ويلي وو چې د سيلو ماشين الات څه باندې پنځوس کاله قدامت لري او وراسته شوي دي، په دې صورت کې د سيلو ډوډۍ نه سرتېري خوري او نه هم دولتي کارکوونکي، بايد چې نوې دستګاوې ورته ولګول شي.

 د مرکزي سيلو د تصدۍ رياست  مسلکي او فني مرستيال وويل چې حکومت تر اوسه پورې د مرکزي سيلو د وسايلو د نوي کولو لپاره هېڅ عملي اقدام نه دى کړى، خو زياته يې کړه چې له درېيو کلونو راهيسې له نړيوال بانک سره خبرې روانې دي او له ياد شوي بانک نه د کابل، کندهار او هرات د سيلوګانو لپاره د ٣٠ ميليون امريکايي ډالرو غوښتنه شوې، له مرکزي بانک سره هم خبرې روانې دي، خو تر اوسه يې خبرو څه پايله نه ده ورکړې.

 د هاشمي د معلوماتو له مخې، مرکزي سيلو د کيک، ډوډۍ، روټ او کلچو پخونې لپاره د دستګاه لرلو سربېره د اوړو ساتلو لپاره څلور ګودامونه لري چې په دې  وروستيو کې د استراليا هېواد د ٨.٥ ميليون ډالرو په مرسته جوړ شوي او د ٢٢ زره او ٥٠٠ ټنه خوراکي توکو د ساتنې ظرفيت لري.

هغه زياته کړه چې اوس اوس يوه خصوصي شرکت د مرکزي سيلو اړونده ٢٤٨ متره مکعبه ځمکه په ٦٠٥٠٠ افغانۍ مياشتنۍ کرايه نيولې چې ماشين الات يې د شرکت اړوند دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.