ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليس سرتېرى: حکومت مې په زور سوال کولو ته اړ کوي

پوليس سرتېرى: حکومت مې په زور سوال کولو ته اړ کوي

author avatar
16 May 2017 - 12:17
پوليس سرتېرى: حکومت مې په زور سوال کولو ته اړ کوي
author avatar
16 May 2017 - 12:17

ښرنه(پژواک،٢٦غويى٩٦): په پکتيکا کې داسې يو پوليس له دندې ګوښه شوى چې خپل دوه وروڼه يې په همدې لار کې له لاسه ورکړي او د همدې دندې له امله يې طالبانو کور هم سوځولى دى.

دغه پوليس سرتېرى ٣٥ کلن سراج الدين دى چې د پکتيکا ولايت د خيرکوټ ولسوالۍ د سيګاني سيمې اصلي اوسېدونکى دى.

هغه د غويي په٢٦مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل: (( ما او وروڼو مې څو کاله مخکې په داسې حالاتو کې په پوليسو کې وظيفه واخيسته چې هيچا هم دې کار ته زړه نه ښه کاوه.))

هغه وايي چې ده او وروڼو يې په پکتيکا کې د امنيت د ټينګښت په موخه لسګونو جګړو کې برخه اخيستې ده.

ده زياته کړه: (( په همدې لاره کې مې اخر دوه وروڼه شهيدان شول، زه هم دوه ځلې زخمي شوم، اوس مې د وروڼو ښځې او بچيان ماته پاتې دي او اقتصاد مو هم ډير ضعيف دى.))

د هغه د معلوماتو له مخې،د کورنۍ يواځينى ډوډۍ پيدا کوونکى همدى دى چې د ١٨ کسانو سرپرستي کوي.

سراج الدين وايي، څه موده وړاندې طالبانو يې په دې تور کور سوځولى چې د پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوي.

هغه وايي: (( حکومت ددې پرځاى چې له ماسره مرسته وکړي، د يتيمانو غمه راسره وخوري، له وظيفې نه يې د دې لپاره لرې کړى يم چې وايي عمر  دې ډير دى نور وظيفه نه شى کولاى.))

ده وويل: (( زما عمر ډير نه دى، زه ٣٥ کلن يم خو غمونو سخت خراب کړى يم، نو ځکه پوخ ښکارم.))

د هغه په وينا، که حکومتي چارواکي يې بېرته په دنده کې جذب نه کړي، نو دى به له خپلې کورنۍ سره سوال کولو ته اړ شي.

د سراج الدين ستونى ډک شو او ژړا د نورو خبرو کولو وخت ور نه کړ.

دغه راز د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال دادالله خان هوتک پژواک ته وويل چې د عمر د ډيروالي له امله سراج الدين له دندې ګوښه شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.