ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او عربستان تر منځ د سوداګرۍ د پراختيا هوکړه ليک لاسليکېږي

د افغانستان او عربستان تر منځ د سوداګرۍ د پراختيا هوکړه ليک لاسليکېږي

author avatar
18 May 2017 - 16:29
د افغانستان او عربستان تر منځ د سوداګرۍ د پراختيا هوکړه ليک لاسليکېږي
author avatar
18 May 2017 - 16:29

کابل (پژواک، ٢٨ غويى ٩٦): ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې د سوداګريزو اړيکو پراختيا لپاره د افغانستان او عربستان سوداګريزو خونو تر منځ دوه اړخيز هوکړه ليک لاسليک شي.

د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر له لوري نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې اکليل حکيمي د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د عربستان د سوداګرۍ له وزير ډاکترمجيد بن عبدالله القصابي سره د ياد هېواد پلازمېنې رياض کې ولیدل.

سرچينې زياته کړې ده، په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د کانونو، کرنې او ودانیزو چارو په برخو کې د لومړي ګډ اقتصادي او سوداګريز کمېسيون جوړولو، ، د زعفرانو په ګډون د افغانستان غوره توليداتو لکه وچو او تازه مېوو، غاليو صادراتو او نورو مسايلو په اړه خبرې اترې وشوې.

په ياده خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې پرېکړه وشوه څو يوه ګډه کاري ډله جوړه کړي او د دوو مياشتو په موده کې پر دوه اړخيزهوکړه ليک کار وکړي چې له نهايي کېدو وروسته به ياد هوکړه ليک د دواړو هېوادونو تر منځ لاسليک شي.

د سعودي عربستان سوداګرۍ وزير افغان پلاوي ته د هرکلي او مننې ويلو تر څنګ ژمنه وکړه چې روان کال کې افغانستان ته سفر وکړي.

له بلې خوا، د ماليې وزير په جده کې د اسلامي پراختيا بانک په کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ.

په هغې بلې خبرپاڼه چې د ماليې وزارت له خوا پژواک ته رارسېدلې، راغلي چې د دې ناستې په څنډه کې اکليل حکيمي د اسلامي پراختيا بانک (IDB) له رئيس ډاکټر بندار حجار له افغانستان سره د دې بانک د مرستو په اړه، د نويو ١٨ پروژو پروپزل چې د اقينې – اندخوى د رېل پټلۍ، د کابل حلقوي سړک، د ښوونځيو او روغتونونو جوړول، کور جوړول، د راستنېدونکو لپاره د کرنې پروژې او نور مسايل په کې شامل دي، خبرې او بحث وکړ.

سرچينه زياتوي، تمه ده په نږدې راتلونکي کې د دې بانک تخنيکي ډله د موجودو فرصتونو د مطالعې لپاره افغانستان ته راشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.