پل علم (پژواک،۲۷غویی۹۶) په قومی چارو کی د پخوانی ولسمشرحامد کرزی سلاکار شهزاده مسعود د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حمکتیار غواړي چې په هیواد کې د سراسري سولې او ملي پخلاینې لپاره رول ترسره کړي.
هغه پژواک سره په یوه مرکه کې په یوی ځانګړی مرکه کې وویل چې افغانستان له سخت امنیتي ، سیاسي، اقتصادي ناورین سره مخ دی او بهرنی لاسوهنې خپل ورستی اوج ته رسیدلی .
مسعود زیاته کړه، چې که دلاسوهنو مخه ونه نیول شي نو هیواد کې به روان حالات تر دې هم خراب شي .
هغه وایی (( په کور دننه د روان ناورین او جګړو د ختمولو لپاره پکار ده چی ټول افغانان سره لاس ورکړي جهادي مشران سیاسون ، مخور ، علما ، مدنی ټولنې او له سولې سره تازه یوځای شوی جهادی رهبر حکمتیار دې لومړی د تل پاتې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره لاسونه سره ورکړي و د یوه تفاهم له مخې دې کورنۍ جګړه او سیاسي اختلافاتو ته د پای ټکی کیږدي ))
د مسعود په وینا، د نورو بهرنیو ځواکونو په راتګ سره جګړه او ناورین پای ته نشي رسیدلی تیرو ۱۵کلنو تجربو ښودلې چې جګړه په زور او ځواک نشي لمنځه تللی، دا د جرګو او مرکو وطن دی.
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې د وسلوالو مشروع غوښتنې د بین الافغاني جرګې له لارې حل کړي .
پخوانی سلاکار وزیر وایي : ((نړیواله ټولنه د دلته نور عسکر نه راستوي زموږ ملی امنیتي ادارې د پیاوړی کړي او د سولې لپاره دې کار وکړي .))
نوموړی د حزب اسلامي دمشر حکمتیار د راتګ هرکلی وکړ او ویې ویل چې د هغه راتګ افغانانو ته ډیرې هیلې ورکړې او په ولس کې د سولې روحیه را ژوندی شوې.
مسعود د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حمکتیار غواړي چې په هیواد کې د سراسري سولې او ملي پخلاینې لپاره رول ترسره کړي
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن