لښکرګاه ( پژواک، ۲۹ غویی ۹۶) د هلمند چارواکی وایي، چې په ناد علي ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۳۳ وسله وال مخالفین وژېل وي دي.
په دې ولایت کې د د۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځی وايې یوه ډله وسله وال طالبان چې دسرې قطعې اړونده وو ، دکجکي ولسوالۍ زمينداور د څخه ، نادعلي ولسوالۍ ته د امنیتي ځواکونو په پوستو دبريدونو لپاره راغلي وو، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا تر هوایی بريدونو لاندي راغله.
د سرچينې په وينا، په دې پيښه کې ۳۰ وسله وال طالبان د هغوی دمشر کامران په ګډون وژل شوي او يوشمير وسلې او مهمات يې هم ويجاړ شوي دي.
ځاځی زیاتوي دغه راز وویل، چې په همدي سیمې کې دري تنه طالبان د ماين خښولو پرمهال ديوه توپچې بريد په ترڅ کې وژل شوي دي.
دهلمند ولايت مطبوعاتي دفتر هم په نادعلي کې ديادو وژل شويو کسانو تائيد کوي.. مسولين وايې دغه ډول نادعلي، سنګين او ناوې ولسواليو کې هم د امنيتي ساحي د پراخه کولو په موخه عمليات دوام لري. وسله والو طالبانو په دې اړه څه ندي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن