باميان (پژواک، ٢٩ ثور٩٦): باميانو کې له ٨٥٠ ډېرو کسانو په داسې حال کې د ښوونکو د ١٦٥ بستونو لپاره ازموينه ورکړه چې په دې ولايت کې د دوه زره ښوونکو بستونه خالي دي.
دغه ازموينه نن د باميانو په مرکز کې په داسې حال کې واخيستل شوه، چې د باميانو والي، د پوهنې رياست سرپرست، د ولايتي شورا غړي، خبريالان او د ځينې مدني ټولنو غړي هم حاضر وو.
د باميانو د يکاولنګ ولسوالۍ اوسېدونکې او د ازموينې ګډونوالې نېک بخت، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د باميانو له دارالمعلمين څخه فارغه شوې او باور لري چې په ازموينه کې به بريالى شي.
هغې هيله څرګنده کړه چې په ازموينه کې درغلي ونه شي.
د باميانو والي محمد طاهر زهير د ازموينې پر مهال وويل چې په ازموينه کې هېڅ ډول درغلي نه مني او يواځې هغه کسان به بريالي کېږي چې وړتيا ولري.
ده له موظفې کمېټې وغوښتل چې په ازموينه کې روڼتيا ته ډېره پاملرنه وکړي.
د باميانو د پوهنې رياست سرپرست محمدايوب اميري وايي، چې په دې ازموينه کې بريالي کېدونکي ١٦٥ تنه به د باميانو د شيبر، ورس او سيغان ولسواليو په ښوونځيو کې په دندو وګومارل شي.
د ده د معلوماتو له مخې، د باميانو په ٣٣٠ ښوونځيو کې ١٣٤ زره زده کوونکو ته، چې ٤٧ سلنه يې نجونې دي، د ٢٨٠٠ ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي، خو دوه زره نورو ښوونکو ته هم اړتيا ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن