د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د پيغام له لارې خبري خدمتونه

د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه دا ده ، تر څو د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې په دوامداره توګه خلک خبرونو ته لاسرسى ومومي او هيلې يې ترسره شي. پژواک غواړي د خبرونو خپرولو په برخه کې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې له ټيلېفوني شبکو سره شريکې کړي او له دې لارې وکړای شي ډېرو برخه والو ته په اغېزمنه بڼه خپل خدمتونه ورسوي.

د ګډون وړانديز
د انګليسي خبرونو لپاره ګډون: Send 83 to 824
د دري خبرونو لپاره ګډون: Send 84 to 824
د پښتو خبرونو لپاره ګډون: Send 85 to 824

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مسعود : حکمتیار دې د سراسري سولې لپاره رول ترسره کړي

مسعود : حکمتیار دې د سراسري سولې لپاره رول ترسره کړي

May 19, 2017 - 18:43

پل علم (پژواک،۲۷غویی۹۶) په قومی چارو کی د پخوانی ولسمشرحامد کرزی سلاکار شهزاده مسعود د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حمکتیار غواړي چې په هیواد کې د سراسري سولې او ملي پخلاینې لپاره رول ترسره کړي.

هغه پژواک سره په   یوه مرکه کې  په یوی ځانګړی مرکه کې وویل چې افغانستان  له سخت امنیتي ، سیاسي، اقتصادي ناورین سره مخ دی او بهرنی لاسوهنې خپل ورستی اوج ته رسیدلی .

مسعود زیاته کړه، چې که دلاسوهنو مخه ونه نیول شي نو هیواد کې به روان حالات تر دې هم خراب شي .

هغه وایی (( په کور دننه د روان ناورین او جګړو د ختمولو لپاره پکار ده چی ټول افغانان سره لاس ورکړي جهادي مشران سیاسون ، مخور ، علما ، مدنی ټولنې او له سولې سره تازه یوځای شوی جهادی رهبر حکمتیار دې لومړی د تل پاتې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره لاسونه سره ورکړي و د یوه تفاهم له مخې دې کورنۍ جګړه او سیاسي اختلافاتو ته د پای ټکی کیږدي ))

د مسعود په وینا، د نورو بهرنیو ځواکونو په راتګ سره جګړه او ناورین  پای ته نشي رسیدلی تیرو ۱۵کلنو تجربو ښودلې چې جګړه په زور او ځواک نشي لمنځه تللی، دا د جرګو او مرکو وطن دی.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې د وسلوالو مشروع غوښتنې د بین الافغاني جرګې له لارې حل کړي .

پخوانی سلاکار وزیر وایي : ((نړیواله ټولنه  د دلته  نور عسکر نه راستوي زموږ ملی امنیتي ادارې د پیاوړی کړي او د سولې لپاره دې کار وکړي .))

نوموړی  د حزب اسلامي دمشر حکمتیار د راتګ هرکلی وکړ او ویې ویل چې د هغه راتګ افغانانو ته ډیرې هیلې ورکړې  او په ولس کې د سولې روحیه را ژوندی شوې.

مسعود د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حمکتیار غواړي چې په هیواد کې د سراسري سولې او ملي پخلاینې لپاره رول ترسره کړي

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement