ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې یو سیمه ییز پولیس خپل پنځه ملګري ووژل

ننګرهار کې یو سیمه ییز پولیس خپل پنځه ملګري ووژل

author avatar
19 May 2017 - 10:18
ننګرهار کې یو سیمه ییز پولیس خپل پنځه ملګري ووژل
author avatar
19 May 2017 - 10:18

جلال اباد(پژواک، ٢٩ غويى ٩٦): يو سیمه ییز پوليس تېره شپه د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ خپل پنځه په خوب ويده ملګري وژلي او له وسلو سره له سيمې تښتېدلى دى.

د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ د  مارکو بازار سيمې په يوه پوسته کې رامنځته شوې ده.

د ده په وينا، ياد پوليس هغه مهال چې د پهرې نوبت يې و، خپل ملګري په ډزو وژلي او د وژل شويو کسانو وسلې يې هم له ځان سره وړي دي.

دى وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه پوليس به د دولت له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شوى وي او که که نه، خو زياتو ي چې دا ډول کار هرو مرو د وسله والو مخالفينو په ملتيا کېږي.

د سيمې يو تن قومي مشر چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې دغه پوليس د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسېدونکی دی او له وسله والو مخالفينو سره د اړيکې له مخې يې دا کار کړی دی.

د هغه په وينا، له دې امله چې په اچين کې د داعش وسله وال فعاليت لري، کېداى شي چې ياد پوليس هم له داعش سره يو ځاى شوى وي.

تر اوسه د دولت وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په تېرو څو ورځو کې دويمه ورته پېښه ده، چې ننګرهار کې رامنځته کېږي.

څلور شپې وړاندې د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې هم يو پوليس خپل دوه ملګري وژلي و او خپله په ټپي حالت کې وسله والو طالبانو ته ورغلى و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.