ترينکوټ (پژواک ٢٩ غويى٩٦): چارواکي وايي، د اروزګان ولايت په مرکز کې د دولت ٢٥ وسله والو مخالفينو او لږ تر لږه ٧ تنو دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اروزګان د امنيې قوماندانۍ د لومړي کنډک قومندان دوهم څارن ملک زين الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې لسګونو وسله والو طالبانو تېره شپه د ولايت د مرکز اړوند د شاه منصور مکتب په سيمه کې پر امنيتې پوستو پراخ بريدونه وکړل.
هغه د جزيياتو له ورکولو پرته وويل، په دې شپږ ساعته جګړه کې چې تر سهاره يې دوام وکړ، طالبانو يو ځل امنيتې پوستي ونيوې، خو بېرته دولتي ځواکونو تر ولکې لاندې راوستې .
زين الله وايې، په دغې جګړه کې لس وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۵ ټپيان دي او د پنځو وژل شويو طالبانو مړي هم د جګړي پر ډګر پاتې دي .
د ده په وينا، په دغه نښته کې دوه د ملي اردو سرتيري وژل شوي او دوه پوليس او درې د ملي اردو سرتيري ټپيان دي.
خو يوې بلې امنيتي سرچينې چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وويل چې په دې جګړه کې د ملي اردو د څلورمي پلې لوا د ارکان رييس ډګروال نجيب الله په ګډون څلور د ملي اردو کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دې .
وسله والو طالبانو د تېرې شپې د يادې جګړې په اړه څه نه دي ويلي، خو وايي چې تېره ورځ مازيګر د ارزوګان د مرکز په پاى تاوه سيمه کې د دولت دوه موټر تخريب شوي او له دولتي ځواکونو څخه پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن