ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تورخم کې د ناراجستر کډوالو د ستونزو د حل په موخه يو مرکز جوړ شو

تورخم کې د ناراجستر کډوالو د ستونزو د حل په موخه يو مرکز جوړ شو

author avatar
20 May 2017 - 18:16
تورخم کې د ناراجستر کډوالو د ستونزو د حل په موخه يو مرکز جوړ شو
author avatar
20 May 2017 - 18:16

جلال اباد (پژواک، ۳۰ غويی ٩۶): د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوال سازمان (IOM) له لوري په تورخم کې د ناراجستر شوو را ستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل په موخه د يو نيم ميليون ډالرو په لګښت يو مرسته کوونکی مرکز جوړ شو.

په دغه مرکز کې به ناراجستر کډوالو سره د لومړنيو غير خوراکي مرستو ترڅنګ د خوړو او روغتيايي سامان الاتو مرسته هم کيږي.

د ياد مرکز د پرانېستې مراسمو ته د غويي په ٣٠مه، د ننګرهار ولايت مسوولينو سربېره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړيوال سازمان استازی او د دغه سازمان د عمومي مشر مرستياله هم ورغلې وه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوال سازمان د عمومي مشر مرستيالې لورا ټامسن د ياد مرکز په اړه وويل، دا مرکز د راستنېدونکو کډوالو لپاره ځکه مهم دی  چې هغوی ټول لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.

هغې زياته کړه، دا مرکز به وکولی شي، هغو کورنيو ته هم د مرستې زمينه برابره کړي چې په پاکستان کې راجستر شوي نه دي او اوس بېرته افغانستان ته راځي.

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي پژواک ته وويل، دا مرکز د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړيوال سازمان (IOM) ادارې د يو نيم ميليون ډالرو په لګښت جوړ شوی  چې يوه برخه يې په صفري نقطه او بله يې هم له صفري نقطې لږه لرې موقعيت لري.

د هغه په وينا، په لومړي مرکز کې د دغو کډوالو راجستر کېږي او ورته د مرستو فورمه ورکول کيږي او په دويم مرکز کې بيا له کډوالو سره مرستې کيږي.

د کډوالو رييس د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې د هرې کورنۍ يوه غړي  ته له ۲۵ ډالرو نيولې تر ۵۰ ډالرو نغدي مرسته کيږي، چې د خوراکي او غير خوراکي توکو سربېره په کې يو روغتيايي کېټ هم شامل دی.

د هغه په وينا، هره ورځ له دوو سوو نه تر څلور سوو کورنۍ بېرته هېواد ته راستنېږي چې نيمايي يې نا راجستر کډوال دي او له ټولو سره همدلته مرستې ترسره کيږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مرکز يوه روغتيايي څانګه هم لري، چې ناروغو کډوالو ته روغتيايي اسانتياوې برابروي او هم به هغو کډوالو ته د شپې د پاتې کېدو سهولت برابر کړي، چې له پاکستانه د راتګ پرمهال پرې نا وخته شوې وي او خپلو ځايونو ته نه شي رسېدلی.

هغه وايي، راجستر کډوالو لپاره جلال اباد ښار سره نږدې د بهسودو ولسوالۍ اړوند په ثمرخېلو سيمه کې مرکز جوړ شوی چې هلته ورته مرستې وېشل کيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.