ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوب د جسمي او رواني ارامتیا لامل ګرځي

خوب د جسمي او رواني ارامتیا لامل ګرځي

author avatar
21 May 2017 - 14:58
خوب د جسمي او رواني ارامتیا لامل ګرځي
author avatar
21 May 2017 - 14:58

کابل(پژواک، ٣١ غويى ٩٦): ارام کول انسان ته ځواک او سکون ورکوي او د انسانانو د ژوند يوه داسې برخه ده چې انکار ترې نه شي کېدای.

دا چې د اسلام مبارک دين د ژوند په ټولو برخو کې مسلمانانو ته لارښود دى، د استراحت په تړاو يې هم خپلو پيروانو ته سپارښتنې کړې دي.

په دې اړه خداى تعالى په قرانکريم کې فرمايلي دي:"خوب مو تاسې ته د راحت وسيله ګرځولى، په خوب کې د انسان راحت نغښتى دى."

ديني عالمان هم وايي چې خوب د انسان په جسمي او رواني ارامتیا کې رول لري چې له لارې يې بېرته بدني ځواک ترلاسه کېږي.

د هېواد ديني عالم شمس الرحمن فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل چې استراحت کول انسانانو ته قوت ور بښي، انسانان کولى شي چې په خوب کولو سره خپل غمونه هېر کړي، روحي او جسمي ارام ترلاسه کړي.

خو نوموړي زياته کړه چې د شريعت او قران کريم له نظره د خوب کولو راز او حقيقت له الله تعالى سره دى، له اقدس ذات نه پرته يې بل څوک په اړه نه پوهېږي.

فروتن د خوب د ګټو په اړه وويل چې الله تعالى فرمايلي: ((موږ شپه ستاسې د ارام او سکون لپاره پيدا کړې، څو خوب وکړئ او د خوب له لارې سکون ترلاسه کړئ.))

د نوموړي په باور، که چېرې خوب نه وي، انسانان له کاره خسته او ستړي کېږي او پايله يې لېونتوب دى.

د طبابت نړۍ هم د اسلام مبارک دين له احکامو په الهام اخيستو سره پر خوب کولو ټينګار کوي او دې پايلې ته رسېدلې چې د انسانانو سلامتيا او بيداري تر ډېره په ښه او کافي خوب پورې تړلې ده.

د خوب په اړه ارواپوهنيزې څېړنې هم څرګندوي چې ټول موجودات خوب ته اړتيا لري، له پخوانيو زمانو نه رانيولې تر اوسه پورې خوب کول د ځمکې پر سر د انسانانو او نورو ژونديو موجوداتو د ژوند د پايښت بنسټيز شرط دى.

د کابل رواني روغتون د رواني ناروغيو متخصص ترينر ډاکتر سيد نجيب الله جاوېد باور لري چې خوب د ژوند نوم دى، له خوب پرته ژوند امکان نه لري.

ډاکتر جاوېد وويل چې د انسان ژوند درې برخې لري چې دوې برخې يې خوب او يوه برخه يې په بيدارۍ پورې اړه لري. د انسانانو د رواني ارامۍ او سلامتيا لپاره استراحت کول اساسي او اړين شرط دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.