ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر یوې میاشتې به د پاکستان د ویزې ورکولو برخه خصوصي سکتور ته وسپارل شي

تر یوې میاشتې به د پاکستان د ویزې ورکولو برخه خصوصي سکتور ته وسپارل شي

author avatar
22 May 2017 - 17:08
تر یوې میاشتې به د پاکستان د ویزې ورکولو برخه خصوصي سکتور ته وسپارل شي
author avatar
22 May 2017 - 17:08

جلال اباد (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩۶): د ننګرهار والي وايي چې د پاکستان له ژمنې سره سم به د دغه هېواد د ويزې برخه د يوې مياشتې په اوږدو کې خصوصي سکتور ته وسپارل شي

دغه څرګندونې په هغې اعلاميه کې شوې دي چې د غبرګولي په لومړۍ نېټه د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په دې اعلاميه کې راغلي چې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل دا څرګندونې د پاکستان قونسلګرۍ له مسوولینو، د بهرنیو چارو ریاست په ګډون د یو شمېر ادارو له مسوولینو او مدني فعالانو سره په ګډه غونډه کې کړې دي.

په دې غونډه کې منګل وویل چې د پرله پسې ستونزو وروسته یې د هلو ځلو په ترڅ کې په دغه ولایت کې د پاکستان قونسلګرۍ لپاره نوی قونسل وګومارل شو.

هغه زياته کړه چې د مدني ټولنو په مرسته د ولایت مقام له لوري د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه اقدامات هم ترسره شول.

هغه زیاته کړه، د ستونزو د اساسي حل په موخه یې له نوي قونسل سره پرله پسې ناستې ترسره کړې دي، چې په ترڅ کې ورته د ویزو د ورکړې په موخه د درېیو پر ځای اووه څانګې فعالې کړې .

نوموړي وویل چې د قونسلګرۍ مسوولینو ورسره ژمنه کړې چې د يوې مياشتې په اوږدو کې به د پاکستان د ويزې برخه يو خصوصي شرکت ته ورکړل شي.

منګل ډاډ ورکړ چې کشفي او استخباراتي ادارو ته یې جدي دنده ورکړې، څو د قونسلګرۍ اړوند د هر ډول فساد مخنیوی وکړي .

د دې ناستې په ترڅ کې د پاکستان د قونسل مرستیال وسیم خان د ولایت مقام له لوري د مدني ټولنو په همکارۍ د وروستي نظم د رامنځته کېدو ستاینه وکړه.

هغه د خپلې قونسلګرۍ اړوند وویل: ((شل کاله وړاندې قونسلګرۍ شل کارکوونکي درلودل، هغه وخت یې د ورځې تر شلو پورې ویزې ورکولې خو اوس هم شل کارکوونکي لري او د ورځې تر زرو پورې ویزې ورکوي.))

نوموړي زیاته کړه، یاده ستونزه یې په کابل کې د پاکستان له سفارت سره د حل په موخه شریکه کړې، خو تر دې دمه نه ده حل شوې .

وسیم خان په پاکستان کې د افغان قونسلګرۍ له لوري پاکستانیانو ته افغانستان ته د تګ پر مهال د یوې میاشتې ویزې پر ورکړه هم نیوکه وکړه او ويې ويل چې دوى افغانانو ته د شپږو میاشتو ویزه ورکوي .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.