ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو شمېر هېوادونو کې افغان کډوالو ته د تذکرو او پاسپورټونو د وېش لړۍ پيلېږي

يو شمېر هېوادونو کې افغان کډوالو ته د تذکرو او پاسپورټونو د وېش لړۍ پيلېږي

author avatar
22 May 2017 - 17:28
يو شمېر هېوادونو کې افغان کډوالو ته د تذکرو او پاسپورټونو د وېش لړۍ پيلېږي
author avatar
22 May 2017 - 17:28

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٦): په پاکستان، ايران او د خليج حوزې هېوادونو کې هغو افغان کډوالو ته د هويت تر تثبيت وروسته د تذکرو او پاسپورټونو وېش پيلېږي چې دا مهال دغه اسناد نه لري.

په همدې موخه، نن په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د کورنيو چارو وزارت د نفوسو د احوالو د ثبت رياست تر منځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو او ټاکل شوې چې تر راتلونکو څو اوونيو پورې به يې عملي چارې پيل شي.

د بهرنيو چارو وزارت د منابعو او اداري چارو مرستيال نصير احمد اندېشه د ياد هوکړه ليک تر لاسليک وروسته خبريالانو ته وويل، دا هوکړه ليک به د يادو ادارو تر منځ د همکاريو لار پرانيزي، ترڅو په پاکستان، ايران او د خليج حوزې په هېوادونو کې په منظم ډول د افغان کډوالو هويت تثبيت او تذکرې ورکړل شي.

هغه زياته کړه: "دا چې د پاسپورټ د اخيستو لپاره لومړنی شرط د تذکرې شتون دی او کوم کسان چې تذکرې ونه لري، نه شي کولای افغان پاسپورټونه ترلاسه کړي."

اندېشه وايي، تر دې وړاندې يې هم په څو عربي هېوادونو په ځانګړي ډول سعودي او عربي متحده اماراتو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل کړې، چې هره ورځ يې شاوخوا ۱۰۰۰ پاسپورټونه وېشلي دي.

د کډ‌والو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالۍ د چارو مرستياله ډاکټره عالمه وايي، ډېری افغان کډوال چې په بهرنيو هېوادونو په ځانګړي ډول په پاکستان او ايران کې د کډوالۍ ژوند کوي، افغاني تذکرې او پاسپورټونه  نه لري چې په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هغه زياتوي، ياد هوکړه ليک يې د لا ډېرې همغږۍ او په چارو کې د اسانتياوو په موخه لاسليک کړى، ترڅو وکولای شي په لږ وخت کې ډېرې کړنې ترسره کړي.

د کورنيو چارو وزارت د نفوسو د احوالو د ثبت مشر همايون محتاط دا هوکړه ليک د افغان کډوالو د هويت د لا ښه تثبيت په برخه کې اغېزمن وباله او زياته يې کړه: "په بهرنيو هېوادونو کې تر دې وړاندې افغان کډوالو ته تذکرې د بهرنيو چارو وزارت له لوري ورکول کېدې، خو اوس د دې لپاره چې دا بهير چټک او د هويت په لا ښه تثبيتولو کې دقت وشي، نو د ياد شوي هوکړه ليک لاسليک کېدل يې اړين و. "

د ده په خبره، تراوسه په بهرنيو هېوادونو کې ١٥زره کسانو ته چې افغاني هويت يې تثبيت شوى، د لرې لارې او يا د هغوى په نشتوالي کې تذکرې ورکړل شوې دي.

دی زياتوي، تر دې وروسته به د نفوسو د احوالو د ثبت تخنيکي ډلې يادو شويو هېوادونو ته لاړې شي، ترڅو د هويت د لا ښه تثبيتولو او د ممکنه درغليو د مخنيوي په برخو کې خپلې چارې پيل کړي.

محتاط وايي، کله چې هلته د افغانانو هويت ثبت او د بايومتريک چارې يې بشپړې شي، نو دغه معلومات به هېواد ته راواستول شي او تر اړينو پړاوونو تېرولو وروسته به په خپلو اړوندو هېوادونو کې تذکرې ورته  وسپارل شي.

د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې د معلوماتو له مخې، په هېواد کې دننه هم يواځې کابو ١٢ ميليونه کسان تذکرې لري او شاوخوا ١٨ ميليونه داسې کسان دي چې د پېژندګلوۍ او هويت اسناد نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.