کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۶): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسلامي هېوادونو او امریکا په غونډه کې افغان امنیتي ځواکونه وستایل.
نوموړي دغه څرګندونې پرون د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض ښار کې د عرب اسلامي هېوادونو او امریکا په ګډون د ۵۶ هېوادونو هغه غونډې ته وکړې چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره جوړه شوې وه.
د ټرمپ د خبرو ډېره برخه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د اسلامي هېوادونو د ونډې پر زیاتوالي، د مذهبونو تر منځ د زغم، منځني ختیځ کې د روان کړکېچ او ایران د مداخلې په اړه وه.
نوموړي افغان ځواکونه وستایل چې له طالبانو سره جنګیږي او د خپل هیواد لپاره قربانۍ ورکوي.
هغه افغان امنیتي ځواکونه زړور وبلل او په ډاګه یې کړه چې امریکا او متحدين به یې ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ وي.
د امریکا ولسمشر په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د ځینو اسلامي هېوادونو ونډه هم وستایله.
هغه په ځانګړي ډول سعودي عربستان یاد کړ او ويي ویل چې په همدې خاطر یې " له دغې لرغونې او سپېڅلې سیمې" څخه خپل سفر پیل کړ.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړه، اسلام لوړ دین دی خو بیا هم په نړۍ کې د تروریزم ډېر قربانیان مسلمانان دي.
هغه زیاته کړه: "موږ دلته د دې لپاره نه یو راغلي چې ووایو څنګه ژوند وکړئ او یا څه ډول عبادت وکړئ. بلکې موږ د دې لپاره دلته راټول شوي یو چې د خپلو ګډو اهدافو او ارزښتونو پر اساس یو بل ته د ملګرتیا لاس ورکړو او د ټولو لپاره یوه ښه اینده غوره کړو. "
هغه ټينګار وکړ چې د تروریزم پر ضد روان جنګ د مختلفو مذهبونو، عقایدو او مدنیتونو تر منځ جګړه نه ده، بلکې دا "د هغو مجرمینو چې د بشریت ژوند تباه کوي او د ټولو مذهبونو چې ژوند ژغوري، تر منځ جنګ دی. دا د ښه او بد تر منځ جنګ دی".
ټرمپ وویل که د نړۍ مشران د تروریزم پر ضد مبارزه کې یو موټی نه شي، هم به تاریخ ته ملامت وي او هم به د هغه په خبره خدای ته مسوول وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن