ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې څلور طالبان او دوه پوليس وژل شوي

پکتيکا کې څلور طالبان او دوه پوليس وژل شوي

author avatar
22 May 2017 - 19:03
پکتيکا کې څلور طالبان او دوه پوليس وژل شوي
author avatar
22 May 2017 - 19:03

ښرنه(پژواک،د غبرګولي لومړۍ نېټه٩٦): په پکتيکا کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې چې په ترڅ کې يې څلور طالبان او دوه پوليس وژل شوي دي.

د پکتيکا د والي وياند محمد الرحمن اياز د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې وسله والو طالبانو په مټاخان ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر دوو پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وويل چې په دې بريدونو کې يو سيمه ييز پوليس او څلور طالبان وژل شوي او اووه نور طالبان ټپيان دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې د طالبانو ١٦ کړۍ ماينونه، دوه د راکټ مرمۍ او نور جنګي تجهيزات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي سيد نور هم پژواک ته وويل چې تېره شپه دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.

هغه زياته کړه: (( سهار ما خپله د درېيو طالبانو او يو سيمه ييز پوليس مړى وليده چې دلته پراته وو.))

دغه راز د پکتيکا د والي وياند دا هم وويل چې تېره شپه د مرکز ښرنې اړوند په روشن سيمه کې د پوليسو پر پوسته بريد شوى دى.

ده وويل چې په دې بريد کې يواځې يو پوليس وژل شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يوبل خبر له مخې ، د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده .

د ميدان وردګو ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني پژواک اژانس ته وويل چې دا جګړه له تېرې ورځې راهيسې د نرخ ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې شوې چې په ترڅ کې يې ١٤وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو شمېر سمې له هغوى څخه پاکې شوې دي.

هغه زياته کړه چې په دې جګړه کې  د وسله والو طالبانو موټر هم له منځه وړل شوي او دا عمليات  د ګډو ځواکونو لخوا چې هوايي ځواک يې هم ملتيا کوي دوام لري .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.