ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغيس په بوم دره کې شپږو امنيتي پوستو شا تګ کړى

د بادغيس په بوم دره کې شپږو امنيتي پوستو شا تګ کړى

author avatar
23 May 2017 - 11:54
د بادغيس په بوم دره کې شپږو امنيتي پوستو شا تګ کړى
author avatar
23 May 2017 - 11:54

قلعه نو (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٦): چارواکي وايي، د بادغيس د مقر ولسوالۍ د بوم درې شپږو امنيتي پوستو شا تګ کړى، خو ژر به بېرته په دې سيمو کې پوستې ځای پر ځای شي.

د بادغيس د ولايتي شورا غړي حاجي بهاءالدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه په بوم دره کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

هغه وويل چې د عامه ساتنې درې پوليس او درې هم د ملي اردو پوستو د يادې درې له څنډو د درې په مرکز کې امنيتي اډې ته شا تګ کړى او په نښتو کې یوازې درې پولیس ټپیان شوي دي.

دى وايي چې ټپيان د درمنلې لپاره هرات ولايت ته لېږدول شوي دي.

په مقر ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، د بهاءالدين څرګندونې تاييد کړې.

هغه وويل چې دا مهال امنيتي ځواکونه د بوم درې په مرکز کې راټول شوي او ډېر ژر به عمليات پيل کړي او په هغو سيمو کې به بېرته امنيتي پوستې ځاى پر ځاى کړي چې امنيتي ځواکونو ترې شا تګ کړى.

خو د وسله والو طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې بوم دره طالبانو نيولې ده.

هغه دعوه کوي چې په دې دره کې دولتي ځواکونو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې او ډېرې وسلې او مهمات يې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.