ميمنه (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٦): فارياب ولايت کې د پوليسو د ځانګړې قطعې ځواکونو د يوه ټانک چپه کېدو له امله يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د فارياب د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې وړاندې د يادې ولسوالۍ په ده نو کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه: "دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ځانګړې قطعې ځواکونو ټانک له عمومي سړک اوښتى دى چې په پايله کې يې د يادو سرتېرو له جملې يو سرتېرى وژل او دوه نور ټپيان شوي دي."
هغه زياته کړه، د يادې پېښې ټپيان ژر تر ژره روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې تر اوسه معلومات نشته.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن