ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
23 May 2017 - 12:02
ننګرهار کې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
23 May 2017 - 12:02

جلال اباد (پژواک، ۲ غبرګولی ٩۶): د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ځانګړو افغان ځواکونو په عملياتو کې د وسله والو تر څنګ درې ملکي کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په فارم (٣) سيمه کې د هوايي ډګر ۰۲ ځانګړې قطعې د بهرام په نوم د طالبانو د يوه قوماندان د نيولو په موخه عمليات ترسره کړل.

هغه زياته کړه چې په عملياتو کې د ياد قوماندان په ګډون يو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره ورسره نه وه.

خوږياڼي وويل، د عملياتو پر مهال په سيمه کې مقاومت شوی چې له امله يې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي په وينا، افغان ځواکونو د وسله والو دوه موټر او دوه موټرسايکلونه هم له منځه وړي دي.

د والي وياند وايي چې د پېښې په اړه پلټنه پيل شوې او  دا چې ولې او څومره ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، وروسته به په ډاګه شي.

بلخوا يوې باوري امنيتي سرچينې د نوم نه خپراوي په شرط پژواک ته وويل چې د تېرې شپې په عملياتو کې دوه مېرمنې او يو سړی وژل شوي، دغه راز د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۳ نور ملکي خلک ټپيان دي.

سرچينې وویل چې په عملياتو کې قوماندان بهرام هم وژل شوی او په سيمه کې يو شمېر نورو وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سيمې يوه اوسېدونکي هم د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو په درېيم فارم سيمه کې عمليات ترسره کول او ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه زياته کړه، فارم٣ سیمه له وسله والو طالبانو سره ده؛ خو ملکي خلک هم په کې مېشته دي؛ نو ځکه په عملياتو کې ملکي وګړو ته زيان اوښتی دی.

د ننګرهار د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکټر احسان الله شينواري پژواک ته وويل چې د پېښې له ځايه ورته ۱۲ ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه زياته کړه چې په ټپيانو کې درې سړي او پاتې نور ښځې او ماشومان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.