کندهار ښار (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٦): په کندهار ولايت کې د يوې چاودنې له امله اوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د غبرګلوي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر يوه تراکتور شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
خپلواک وايي، ټپيان په سيمه کې د پوليسو له خوا روغتون ته لېږدول شوي خو د هغوى روغتياي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
نوموړي وويل چې دغه ماين تازه د وسله والو مخالفينو له خوا پر عمومي لاره ځاى پر ځاى شوى و.
خو وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن