کابل (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٦) :د جهادي او سياسي ګوندونو شورا، حکومت پر ژمنو نه عملي کولو تورن کړ او له حکومت څخه يې د خپل ملاتړ بېرته اخيستلو اعلان وکړ.
دغه شورا چې دوه کاله مخکې جوړه شوې وه، په کې د حضرت صبغت الله مجددي جبهه نجات، د سيد حامد ګيلاني په مشرۍ محاذ ملي، حاجي دين محمد، کريم خليلي او د جنرال جرئت په ګډون شاوخوا ١٥ سياسي او جهادي ډلو يې غړيتوب درلود.
پژواک خبري اژانس د يادې شورا لخوا د هغې اعلاميې کاپي ترلاسه کړې، چې په کې له حکومت سره پرېکون اعلان شوى، پر دې اعلاميې د يادې شورا ګڼ شمېر مشرانو لاسليکونه کړي دي.
د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ د نجات جبهې ملي ګوند وياند سيد اختيار سباوون د غبرګولي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته ومنل چې دوى له حکومت سره پرېکون اعلان کړى دى.
نوموړي زياته کړه، څو ورځې مخکې په کابل کې د مجاهدينو د بريا ورځې نمانځنې پر مهال د شورا مشرانو په دې اړه سلا مشوره کړې وه.
د هغه په وينا، د شورا سياسي کمېټې په يوه ځانګړې ناسته کې تر مشورو وروسته له حکومت سره د اړيکو د پرې کولو او خپل ملاتړ د بېرته اخيستلو پرېکړه وکړه او ياده اعلاميه يې صادره کړه.
د سباوون په خبره، د شورا مشران وايي، حکومت له دوى سره په کړيو ژمنو کې پاتې راغلى او د دوى مشورو او وړانديزونو ته يې هېڅ ارزښت نه ورکاوه .
ده وويل، حکومت داصلاحاتو راوستلو پر ځاى له مصلحت څخه کار اخلي او ورځ تر بلې په حکومت کې د مفسدو کسانو شتون زياتېږي.
هغه زياته کړه : (( دا هغه اندېښنې دي چې دوى تل د ولسمشر دفتر او هغه سره نېغ په نېغه او په غير مستقيمه توګه شريک کړې دي، خو هغوى هېڅ غوږ نه دى ښورولى.))
د نوموړي په وينا، دا شورا په تېرو ټاکنو کې د تحول او تداوم د ټيم کلکه ملاتړې وه او د حکومت په جوړېدو کې يې رغنده رول لوبولى و.
خو سباوون وويل، دوى به په راتلونکو ټاکنو کې له دې ټيم څخه ملاتړ ونه کړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن