ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روڼتيا څار سازمان د کورنيو چارو وزارت د تاميناتو معينيت ټولې چارې څارلى شي

د روڼتيا څار سازمان د کورنيو چارو وزارت د تاميناتو معينيت ټولې چارې څارلى شي

author avatar
24 May 2017 - 18:48
د روڼتيا څار سازمان د کورنيو چارو وزارت د تاميناتو معينيت ټولې چارې څارلى شي
author avatar
24 May 2017 - 18:48

کابل (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٦): له دې وروسته د روڼتيا څار سازمان  کولاى شي له محرمو اسنادو او کړنو پرته  د کورنيو چارو وزارت د تاميناتو معينيت ټولې چارې وڅاري.

په دې اړه د کورنيو چارو وزارت او ياد سازمان تر منځ نن په داسې حال کې هوکړه وشوه چې څو ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ويلي و چې د کورنيو چارو وزارت د فساد زړه دى.

د کورنيو چارو وزارت د تاميناتو مرستيال محمدحميد طهماسي نن په کابل کې د روڼتيا څار سازمان له مشر سيداکرام افضلي سره په ګډه خبري ناسته کې وويل چې افغانستان کی له درېيو سترو ستونزو، ترهګرۍ، د نشه يي توکو توليد، قاچاق او اداري فساد سره بايد جدي مبارزه وشي.

هغه زياته کړه:"ددې لپاره چې موږ د کورنيو چارو وزارت په ځانګړي ډول د تاميناتو په معينيت کې د اداري فساد پر وړاندې موثره مبارزه وکړو، نو موږ د روڼتيا څار سازمان سره هوکړه ليک لاسليک کړ، تر څو د دې هوکړې له مخې زموږ تر منځ همکاري لا پياوړې شي،  د څار او حساب ورکولو په برخه کې د مدني ټولنو رول او ونډه ډېره کړو."

ده وويل چې ياده اداره کولای شي د دې هوکړې له مخې پرته له محرمو اسنادو د دې معينيت تدارکاتي، مالي او  نورې چارې وڅاري.

په نننۍ ناسته کې د روڼتيا څار سازمان مشر سيداکرام افضلي د يادې هوکړې لاسليک د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې يو ستر ګام وباله او ويې ويل:"تردې وړاندې امنيتي ادارې هېڅ علاقمندي نه درلوده چې له مدني ټولنې سره د يو اړخ په توګه همکاري وکړي."

هغه وويل:"موږ به د دې هوکړې په رڼا کې په ګډه د کورنيو چارو له وزارت سره خپل عملياتي پلان جوړ او ربع وار به موږ خپلې لاسته راوړنې له رسنيو سره شريکې کړو."

د افضلي په وينا، د کورنيو چارو وزارت د ټولو کارکونکو د تنخواګانو د ورکړې، لوړ پوړو چارواکو د ګومارنې، ترفيعاتو او تعييناتو چارو، د جرمونو د څېړنې او زندانونو د کارکوونکو  د کړنو او فعاليتونو، د پوليسو د ۱۱۹ شمېرې د کړنو، ددې وزارت د لوړو پوړو چارواکو د شتمنيو د ثبت او د هر مالي کال په پای کې د کورنيو چارو وزارت د مالي، مصارفاتي او تدارکاتي  چارو تفتيش هغه کړنې دی چې د دې هوکړې له مخې به ترسره کېږي.

همداراز، د کورنيو چارو د تاميناتو مرستيال د خيالي پوليسو د مخنيوي په موخه وويل چې له تېرو شپږو مياشتو د ملي پوليسو د بايومتريک چارې پيل شوي او تردې دمه ۱۰۰ زره پوليس په بايومتريک سيسټم کې شامل شوي او له مخې يې هويتي کارتونه ورکړل شوي دي.

دی وايي چې  تر راتلونکې يوې مياشتې پورې به د هېواد ټول پوليس په ياد سيسټم کې شامل شي؛ تر څو د دې ډاډ ترلاسه شي چې د ملي پوليسو په ليکو کې خيالي پوليس شتون نه لري.

همداراز دی د کورنيو چارو وزارت د تجهيزاتو او شتمنيو  د روڼتيا په موخه يو ډيتابس جوړ شوی دی.

دی وايي چې تر راتلونکو درېيو مياشتو به د دغه وزارت ټولې شتمنۍ په دې سيسټم کې ثبت شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.