کندهار (پژواک، ۳ غبرګولی ۹۶): د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، د سپین بولدک لارې پر سر د ستونزو د هواري په موخه د افغانستان او پاکستان د سوداګرو ګډه کمېټه جوړوي.
په دې اړه نن (د غبرګولي ۳مه) د کندهار په سوداګرۍ خونه کې خبري غونډه جوړه شوې وه چې په کې د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصرالله زهیر، ګڼ شمېر سوداګرو او د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مرستیال حاجي یونس مومند په کې ګډون کړی و.
حاجي نصرالله زهیر وویل، له تېرو څو اوونیو راهیسې چې پاکستان د سپین بولدک لار تړلې ده، سوداګرو له حکومت سره په ورځو ورځو خبرې کړې او له هغوی یې غوښتې چې د دې لارې واک سوداګرو او ولس ته ورکړای شي.
ده زیاته کړه، له ښه مرغه حکومت د هغوی دا غوښتنه منلې او په همدغه بنسټ یې پرېکړه کړې چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرو یوه ګډه کمېټه جوړه شي او د لارې پر سر د دواړو هېوادونو تر منځ را ولاړېدونکو کشالو ته حل لار ومومي.
د ده په خبره، د دې کمېټې د جوړولو مهمه موخه دا ده چې تجارت له سیاست څخه بېل شي.
دی وايي، په دې اړه د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې له سوداګرۍ خونې او سوداګرو سره اړیکې نیول شوي او هغوی یې هم هرکلی کړی دی.
زهیر زیاتوي، د لارې بندېدا نه یوازې د کرښې په دواړو غاړو کې پروت ولس او سوداګرو ته زیان اړوي، بلکې دواړو حکومتونو ته هم درانه زیانونه اړوي.
د ده په خبره اوس مهال د لارې بندېدا ډېر تاوان پاکستان ته اوړي ځکه د دغه هېواد د مېوو او نورو توکو د صادراتو وخت دی او د افغانستان له لورې د مېوو صادراتو ته لا وخت شته.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مرستیال حاجي محمد یونس مومند وویل چې تر ۲۰۱۵ زېږدیز کال پورې پاکستان افغانستان ته د ۲،۵ میلیارډه ډالرو په ارزښت او افغانستان پاکستان ته د ۲ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات لرل.
خو دی وايي چې د پاکستان له لوري د ټرانزيټي ستونزو او په وار وار د لارې د بندېدا له امله افغانستان ته د پاکستان د صاداراتو کچه ۱،۵ میلیارده ډالرو ته راټيټه شوې ده.
د ده په خبره، افغانستان او پاکستان یوازې دوه ګاونډیان نه، بلکې دوه سوداګریز شریکان هم دي چې د لارې بندېدا او نورې ټرانزیټي ستونزې هم دواړو هېوادونو ته زیان اړوي.
مومند له پاکستان څخه وغوښتل چې افغانستان ته د خپل یوه پیاوړي سوداګریز ملګري په توګه وګوري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن