ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې د نجونو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالي ترسره شوه

په جوزجان کې د نجونو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالي ترسره شوه

author avatar
24 May 2017 - 18:18
په جوزجان کې د نجونو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالي ترسره شوه
author avatar
24 May 2017 - 18:18

شبرغان (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٦): په جوزجان ولايت کې د ښځو تر منځ د نجونو د ورزش د ترويج په موخه د نجونو د بايسکل ځغلونې سيالي ترسره شوه.

دغه سيالۍ نن د لنکن ښوونيز مرکز له لوري په جنرال عبدالرشيد دوستم ورزشي لوبغالي کې پيل شوې.

د ياد مرکز مشر جاوېد نوري وويل چې په سياليو کې ١٥ نجونو ګډون کړى چې موخه يې د ښځو تر منځ د ورزشي سياليو د ترسره کولو کلتور رواجول دي.

نوموړي زياته کړه  چې د سياليو پاى کې لومړي، دويم او درېيم مقام ګټونکو نجونو ته جايزې او ډالۍ ورکړل شوې.

د سرچينې په وينا چې په سيالۍ کې د لوبغالي درې دورې په پام کې نيول شوې وې چې يو نيم کيلومتر کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې نجونې د دا ډول سياليو ترسره کول د ښځو د روزش برخې د پياوړتيا لپاره مهم ګڼي، خو د نجونو لپاره د يوه مناسب ورزشځي له نشتوالي شکايت کوي.

هاجره بيات چې په دې سياليو کې يې لومړى مقام ګټلى، وايي: ((خوښه يم چې نن په دغو سياليو کې ګټونکې شوم، د کورنۍ په هڅونه دې ورزش ته راغلې يم، په پيل کې مې د ورور په مرسته د حوېلۍ منځ کې بايسکل ځغلونه پيل کړه، وروسته مې ورزشي لوبغالي ته لار پيدا کړه، هيله مې درلوده چې ځان او خلکو ته وياړونه وګټم او نن بريالۍ شوم.))

بيات له ټولو کورنيو غواړي چې خپلو نجونو ته دې د ورزش کولو اجازه ورکړي، څو خپله وړتيا وښيي.

بصيره پوپل چې له تېر يوه کال راهيسې د بايسکل ځغلونې ورزش کوي، وايي: ((يواځېنۍ ستونزه مو د ښځو لپاره د ورزشځي نشتوالى دى، که داسې کوم ځاى وي نو نن به مو د لمر تر تودو وړانګو لاندې سيالۍ نه کولې.))

هغې د بايسکل ځغلونې سيالۍ کې دويم مقام خپل کړی او له چارواکو غواړي چې ستونزې يې حل کړي.

د جوزجان ولايت د ورزش ادارې مشر محمد صديق فايض وويل چې نجونې په نا معياري بايسکلونو په سياليو کې ګډون کوي، په داسې حال کې چې دا ډول سياليو کې ځانګړو بايسکلونو ته اړتيا ده.

صديق وايي: ((هڅه کوو چې نجونو ته د ورزش غوره زمينه مساعده کړه، څو خپل استعدادونه وښيي، خلکو او هېواد ته وياړونه وګټي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.