کابل (پژواک ٤ غبرګولى ٩٦): د ملي امنيت شورا دفتر وايي، د افغانستان او مصر د ملي امنیت سلاکارانو د تروریزم د نظریاتي سنګرونو پر محوه کېدو خبرې وکړې.
له دغه دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په روسیه کې د عالي رتبه امنیتي مسوولینو د اتم کلني کنفرانس د ناستو په لړۍ کې نن د پنجشنبې په ورځ د مصر د ملي امنیت له سلاکار فایزه ابو النګا سره د دوه اړخیزو امنیتي او سیاسي همکاریو تر څنګ، د ترهګرۍ د فکري مرکزونو پر محوه کېدو خبرې وکړې.
سرچينه کاږي، په ناسته کې دواړه لورو د افغانستان او مصر تر منځ د اطلاعاتي، نظامي او امنیتي اړیکو د دوام او پراختیا په موخه خپل نظرونه تبدله کړل.
سرچينه زياتوي، دواړو لورو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په لاره کې د امنیتي او اطلاعاتي همکارۍ بنسټیز کېدل اړین وبلل.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، په ناسته کې د ترهګرۍ د فکري او نظریاتي مرکزونو د محوه کېدو پر لارو چارو د پام وړ بحث وشو، دواړو خواوو د تروریزم پر وړاندې د مشترکې مبارزې تر څنګ د ترهګرۍ د تولید ایډیالوژیکي مرکزونه د سیمې او نړۍ لپاره ګواښوونکي وبلل او د تروریستانو د نظریاتي سنګرونو پر ویجاړېدو یې ټینګار وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د ترهګرو د نظریاتي سنګرونو د له منځه وړلو په برخه کې د مصر الازهر علمي مرکز رول د پام وړ وباله.
نوموړي ويلي، د الازهر علمي مرکز کولی شي د نړۍ دیني عالمان د ترهګرۍ د فکر خلاف په مثبت ډول رهبري کړي.
د خبرپاڼې په حواله، په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ او خشونت باره بنسټ پالنې د له منځه وړلو په موخه دواړه لوري د سیمې او نړۍ د دیني عالمانو د یوه لوی کنفرانس پر جوړېدو هوکړې ته ورسېدل.
اتمر زياته کړې، ترهګر او د دوی ملاتړي د اسلام د مبین دين له ارشاداتو څخه ناسمه ګټه پورته کوي، اسلامي ارشادات په ناسمو ادبیاتو او تفسیر سره خلکو ته رسوي او له دې لارې د خپلو ناوړه او انسان دښمنه کړنو لپاره توجهې پیدا کوي.
نوموړي د سیمې او نړۍ د دیني عالمانو د کنفرانس رابلل مهم وبلل.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان او مصر د ملي امنیت سلاکارانو د امنیتي او سیاسي اړیکو د ښه والي او دوام په موخه د یو بل هېواد ته د ورتګ بلنې ورکړې، دواړو لورو په نږدې راتلونکي کې اړوندو هېوادونو ته د سفر لپاره چمتووالی وښود.
سرچينه زياتوي، د مصر د ملي امنیت سلاکار په الازهر علمي مرکز کې افغان محصلانو ته د زیاتو فرصتونو له برابرولو سره هم موافقه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن