کابل (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٦): د شېرولي وردګ د لومړي تلين د غونډې ګډونوالو، نوموړى سوله غوښتونکى او پر هېواد مين شخص وباله او له ټولو خلکو يې وغوښتل چې د سولې لپاره هڅې وکړي.
شېرولي وردګ نږدې يو کال مخکې (د ١٣٩٥ کال د غبرګولي ١٦مه) د کابل د پنځمې ناحيې په قمبر څلورلارې کې خپل کور ته نږدې د ماين په چاودنه کې چې د برېښنا پايې د مېتر په بکسه کې ځاى پر ځاى شوى و، ووژل شو.
د دې چاودنې مسووليت وسله والو طالبانو منلى و.
دى د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ د اونخي د ګدايي بابا په کلي زېږېدلی و او د دغه کلي له لېسې فارغ شوی و، د پاکستان د فيصل اباد په پوهنتون کې يې د کرنې په برخه کې د ليسانس او په امريکا کې يې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې وې.
هغه د ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې د کابل د خلکو استازى و.
نن په کابل کې د هغه د مړينې لومړي تلين په مناسبت غونډه وشوه چې په کې د کابينې ګڼ شمېر وزيرانو، د ملي شورا استازو او د وردګو قوم د مشرانو په ګډون شاوخوا ۱۰۰۰ تنو ګډون کړی و.
په دې ناسته کې د حزب اسلامي غړي قاضي امين وقاد، شېرولي پر هېواد او خلکو مين او هېوادپال شخصيت وباله او ويې ويل: "شهيد شېرولي وردګ د مظلوم ملت غږ و، تل يې د افغانانو مظلومانه غږ اوچت کړی او په سوله مين شخصيت و."
ده زياته کړه، شېرولي وردګ د حزب اسلامي د شوراګانو د يوځای کېدو او د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار راتګ ته ډېره دلچسپي درلوده.
وقاد پر افغانانو غږ وکړ چې ټول د سولې غږ په اوچتولو کې لاس سره يو او وسله وال مخالفين د سولې بهير ته را وبلي.
د حزب اسلامي افغانستان د اجرائیه شورا غړي قريب الرحمن سعيد د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار پيغام ولوست چې په کې راغلي وو: "شهيد انجنير شېرولي وردګ د سولې د بې مروته دښمنانو له لوري شهيد شو، د ده او د هغو نور ګڼو شمېر مومنو شهيدانو چې د سولې له بهير وروسته شهيدان شوي دي، دا وښوده چې سوله وړيا نه شي ترلاسه کېدای، قرباني غواړي او د سولې دښمنان په کمين دي."
حکمتيار ويلي، ځينې په خپلو غلچکي بريدونو، غلطو او زهرجنو تبليغاتو او د سولې د معاهدې د پلي کولو پر وړاندې خنډونه جوړوي او له دې لارې غواړي خپلو ناوړو موخو ته ورسېږي او د جګړې د دوام باعث شي.
خو هغه وايي: "ان شاءلله جګړه به حتماً ډېر ژر پای ته رسي، ډاډمنه او دايمي سوله به تحقق مومي، د سولې کورنۍ او بهرني دښمنان به هرومرو له ماتې سره مخ کېږي، د سولې سپېره دښمنان د ملت له لوري رټل شوي او ملت هر هغه چاته د دښمن په سترګه ګوري چې د جګړې پر دوام ټينګار کوي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن