ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له یوناما څخه د جګړو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه شوې

له یوناما څخه د جګړو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه شوې

author avatar
25 May 2017 - 19:31
له یوناما څخه د جګړو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه شوې
author avatar
25 May 2017 - 19:31

کابل (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٦): يوناما وايي، د ځینو کسانو له خوا یې یو غوښتنليک ترلاسه کړى چې د هغوى د ادعا له مخې د ګلبدين حکمتيار له لوري د ترسره شوو جرمونو د قربانيانو لپاره په کې د عدالت غوښتنه شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه غوښتنليک يې نن (پنجشنبه) ترلاسه کړى دى.

خو په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې دا غوښتنليک د چا له خوا دوى ته رسېدلى دى.

سرچينه کاږي، یوناما د هغو هوکړه لیکونو چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمېدو کې مرسته کوي او افغانانو ته له یو بل سره په سوله کې د ژوند زمینه برابروي او همدارنګه د افغانستان دولت او د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي تر منځ د هوکړه لیک د پلي کېدو په برخه کې د پرمختګونو هرکلی کوي.

سرچينه زياتوي، په دې برخه کې، ملګري ملتونو باور لري چې بشري حقونو ته پاملرنه حیاتي اهمیت لري او د بشري حقونو وده او خوندیتوب د رښتینې او تلپاتې سولې مهم عناصر جوړوي.

ملګري ملتونه انتقالي عدالت او روغې جوړې ته د اساسي ټکو په توګه ګوري.

په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو له قوله راغلي: "افغان وګړي او نور هغه کسان چې د ظلمونو قرباني شوي، باید د خپلو حقه قضایي حقونو څخه بې برخې نه شي. ملګري ملتونه سولې، عدالت او امنیت ته د رسېدو په لار کې د افغانانو له هڅو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي."

د خبرپاڼې په حواله، یوناما د تاوتریخوالي د پرېښودلو او په عادلانه سوله کې د ټولو لېواله کسانو د راښکېلولو په تړاو د ملي وحدت حکومت د هڅو هرکلی کوي او د  سولې  له هغه  بهیر څخه ملاتړ کوي، کوم چې دا زمینه برابروي، ترڅو د قربانیانو غږونه واورېدل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.