ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د والي پر ضد لاريون وشو

په هرات کې د والي پر ضد لاريون وشو

author avatar
25 May 2017 - 17:24
په هرات کې د والي پر ضد لاريون وشو
author avatar
25 May 2017 - 17:24

هرات ښار (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٦): لسګونو هراتيانو د دغه ولایت د والي پر ضد لاريون وکړ او د نوموړي د ګوښه کولو غوښتنه يې وکړه.

لاريون کوونکو د هرات والي محمد اصف رحيمي پر بې کفايتۍ تورن کړ او د نوموړي د ګوښه کېدو غوښتنه يې وکړه.

د معترضينو په خبره، له هغه وخته چې محمد اصف رحيمي د هرات د والي په توګه ګومارل شوى، په ولايت کې نا امني، اداري فساد او نورو ناخوالې زياتې شوې دي.

دوى ګواښ کوي که چېرته د هرات والي ګوښه نه شي، پراخ لاريونونه به وکړي.

د شپږمې ناحيې وکيل او معترض حاجي حکيم وويل: ((د څو ستونزو په سبب راټول شوي يو، اوبه، برېښنا، اداري فساد، وژنې، ترور او غلاوې، له والي سره ستونزه لرو، اصلاً د هرات ولايت کفايت نه لري.))

هغه زياته کړه چې رحيمي د ولايت مديريت نه شي کولى.

د محمديونس په نوم يوه بل لاريون کوونکي وويل: ((موږ دلته د والي د ګوښه کېدو او برېښنا د ستونزې حل لپاره راټول شوي يو، والي د هرات نه دى، هېڅکله د هرات د خلکو غم نه کړي، که چېرې زموږ په فکر کې واى، د برېښنا له خاطره به يې څو ځله مراجعه کړې وه، اصلا مو کيسه کې نه شو، موږ بې کفايته والي نه غواړو.))

د صبغت الله په نوم يوه بل ګډونوال وويل: ((زموږ ښار کې بې عدالتي، رشوت، نا امني او تښتونه زياته شوې، د هرات والي ډېر بې کفايته دى، لس ورځې کېږي چې ستونزې لري، خو والي ته نه شو ورتلى، والي چې د خلکو ستونزه حل نه کړي، ولسي سړى نه وي، موږ دا والي نه غواړو.))

دوى د والي د لرې کېدو د غوښتنې تر څنګ، د برېښنا پر لوړو لګښتونو هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې تر څو د هرات په اړه تبعيض لرې نه شي، غوښتنې يې ونه منل شي، د برېښنا، اوبو او مالياتو پيسې نه ورکوي.

د وکيل احمد په نامه يوه يوه بل معترض پژواک ته وويل: ((د اوبو، برېښنا او مالياتو پيسې ورکول سخت کار دى، تر هغو چې د هرات د خلکو پر وړاندې تبعيض لرې نه شي او د کابل سره توپیر ولري، په خداى که يې ورکړو.))

د هرات يوه بل اوسېدونکي عبدالاحمد چې په لاريون کې يې ګډون کړى و، د برېښنا لګښت د څو چنده کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: ((موږ شرکت نه يو، هټـۍ نه يو، د استوګنې کور لرو، لګښت مو تل ثابت دى، پخوا مو دوه زره بېل ورکاوه، اوس ٢٥زره راغلى، موږ يې له کومه کړو! موږ د خپل حق په اندازه پيسې ورکوو، زياتې نه ورکوو.))

هغه زياته کړه چې مېترونه کمپيوټري دي او خپله د برېښنا رياست له لوري کنټرولېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.