ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د کليوالو ښځو نندارتون جوړ شو

کابل کې د کليوالو ښځو نندارتون جوړ شو

author avatar
25 May 2017 - 17:48
کابل کې د کليوالو ښځو نندارتون جوړ شو
author avatar
25 May 2017 - 17:48

کابل (پژواک، ٤ غبرګولى ٩٦): د کليو او پراختيا وزارت نن په کابل کې د ښځو لپاره د کار موندنې او کليوالي محصولاتو لپاره د بازارموندنې په موخه د کليوالو ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ کړ.

دغه نندارتون چې د "کليوال بازار" تر نامه لاندې په کابل کې د دوو ورځو لپاره جوړ شوی، په ترڅ کې يې د پنځو ولايتونو (باميان، هرات، پروان، بلخ او ننګرهار) د کليوالو ښځو محصولات نندارې ته وړاندې شوي وو او د دغه نندارتون ډېرى اثار د ښځو لاسي صنايع دي.

د افغانستان د کليو پراختيا وزير نصيراحمد دراني د دغه نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې د کليوالي صنايعو د پراختيا پروګرام په ٢٠١٠ زېږديز کال کې د کليو پراختيا وزارت په چوکاټ کې خپل فعاليتونه پيل کړل  او تر اوسه پورې د کليوالي بازار تر نامه لاندې ١٢١ ناستې ترسره کړې دي.

هغه زياته کړه: "د يادو نندارتونونو له ترسره کولو موخه د کليوالي محصولاتو لپاره د بازارموندنې، ظرفيت جوړولو، له کوچنيو او منځنيو تشبثاتو ملاتړ او د دوامداره کاري فرصتونو رامنځته کول دي چې په هلو ځلو سره تر اوسه په دې توانېدلي يو چې تر اوسه ١٢٠ زره ښځو او سړيو ته له دې لارې کاري فرصتونه برابر کړو."

نوموړي وويل، په نږدې راتلونکي کې په پام کې ده چې په کليوالي نندارتونونو کې د ١٥ ولايتونو د ښځو لاسي محصولات او له هغه وروسته د ٣٤ ولايتونو لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شي.

په دغه نندارتون کې کليوالي محصولات لکه غالۍ، مېوې، لبنيات او لاسي صنايع لکه دستکول، بوټونه، او څادرونه نندارې ته وړاندې شوي وو چې له دغه نندارتون سلګونه کسانو ليدنه وکړه.

د باميان ولايت يوې متشبثې مېرمنې زينب کريمي چې په ياد نندارتون کې د ګډون پر مهال وويل، د دې ډول نندارتونونو جوړول د کورنيو محصولاتو په ځانګړي ډول د کليواليو ښځو لاسي صنايعو ته د بازار موندنې او دغه راز د ښځو د هڅولو لامل ګرځي.

هغې زياته کړه، له ياد نندارتون څخه د ليدنې په موخه ډېر شمېر دولتي او بهرني لوړپوړي چارواکي راځي او له نندارتون توکي پېري چې دغه کار د غوره بازار موندنې لامل ګرځي.

ارزو له دغه کليوالي نندارتون د ليدنې پر مهال پژواک ته وويل، لومړى ځل دى چې په ډول نندارتون کې يې ګډون کړى او د دغه نندارتون د توکو له پېرېدو خوښه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.