ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ملي اردو سرتېرو او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

کندهار کې د ملي اردو سرتېرو او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
25 May 2017 - 12:10
کندهار کې د ملي اردو سرتېرو او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
25 May 2017 - 12:10

کندهار (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۶): د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو د سرتېرو او وسله والو مخالفینو تر منځ جګړه شوې چې له امله یې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

جګړه تېره شپه ۱۲ بجې هغه مهال پیل شوه چې وسله والو مخالفینو د ملي اردو پر پوستو بریدونه وکړل.

د کندهار د والي ویاند صميم خپلواک د غبرګولي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وویل، لسګونو وسله والو تېره شپه د میوند ولسوالۍ په جګړم سیمه کې د ملي اردو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د ملي اردو د سرتېرو له سخت مقاومت سره مخ شول.

هغه زیاته کړه، جګړې څو ساعته دوام وکړ چې په پایله کې یې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دا چې هغو خپل مړي لېږدولي، کره شمېره یې معلومه نه ده.

ده وویل چې په دې جګړه کې د ملي اردو ۳ سرتېري وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

خو د میوند ولسوالۍ یوې باوري امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې لسګونو وسله والو د دې ولسوالۍ په ښامیر کلا، سره بغل او بند تېمور سیمو کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي دي.

دغه سرچینه زیاتوي، وسله والو د جګړې پر مهال له لایزر لرونکو وسلو کار اخیستی چې ۱۳ د ملي اردو سرتېري یې وژلي او ۸ تنه یې ټپيان کړي دي.

دغه راز په دې جګړه کې ۸ وسله وال هم وژل شوي او ۲۳ ټپيان شوي دي.

په دې اړه مو په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندانۍ څخه د معلوماتو ترلاسه کولو هڅه وکړه خو بریالي نه شوو.

وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کندهار کې په دې وروستیو کې امنیتي وضعیت خراب شوی او د شپې له پلوه په ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه ډېر شوي چې له امله یې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

دوې ورځې وړاندې د شاولیکوټ د اڅکزو سوزني په سیمه کې هم وسله والو د ملي اردو پر قرارګاه برید کړی و چې پر مهال یې ۱۰ د ملي اردو سرتېري وژل شوي وو او ۹ نور ټپیان شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.