ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي شپږیزې سیالیو داوطلبۍ کې ملي او نړیوال لوبغاړي وپلورل شول

د کرکټ ملي شپږیزې سیالیو داوطلبۍ کې ملي او نړیوال لوبغاړي وپلورل شول

author avatar
26 May 2017 - 17:21
د کرکټ ملي شپږیزې سیالیو داوطلبۍ کې ملي او نړیوال لوبغاړي وپلورل شول
author avatar
26 May 2017 - 17:21

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۶): د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزه کرکټ لیګ د لوبډلو د پلور په تعقیب ملي او بهرني لوبغاړي هم د آزادې داوطلبۍ له لارې وپلورل.

په دې اړه پرون تر ماښام وروسته په کابل کې یو لړمراسم نیول شوي وو، چې پکې دافغانستان کرکټ بورډ چارواکو او د شرکتونو مسوولنیو برخه اخیستې وه.

د غونډې په پیل کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل وویل :  “نن موږ یو بل تاریخي اقدام ترسره کوو او د لومړي ځل لپاره د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې ملي او بهرني لوبغاړي د آزادې داوطلبۍ له لارې پلور ته وړاندې کوو. دا تاریخي شهکار به نه یوازې د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د پرمختګ نوی فصل پرانیزي بلکه په کرکټ کې به د ملي سوداګرو پراخې پانګونې ته هم زمینه مساعده کړي.”

ورپسې د ملي او بهرنیو لوبغاړو رسمي داوطلبي پیل شوه. د لوبډلو امتیاز درلودونکو شرکتونو په خورا لیوالتیا د خپلې خوښې لوبغاړي وپیرل او د داوطلبۍ مراسمو د شپې تر ۱۲ بجو دوام وکړ. ټول لوبغاړي په ډیر ښه ارزښت وپلورل شول چې له ډلې یې ګلبدین نایب د ۷،۴ میلیون افغانیو په ارزښت، پاکستانی لوبغاړی رومان رئیس د ۴،۲ میلیون افغانیو په ارزښت او فضل نیازی د ۱،۲۵ میلیون افغانیو په ارزښت د عارف عظیم بوست ساتونکو لوبډلې لخوا، نجیب الله ځدراڼ د ۶،۴ میلیون افغانیو او پاکستانی لوبغاړی سهیل تنویر د ۴،۲ میلیون افغانیو په ارزښت د پاراګون بندامیر ښامارانو لوبډلې لخوا، پاکستاني لوبغاړی کامران اکمل د ۵،۲ میلیون افغانیو، فرید ملک د ۳،۱ میلیون افغانیو او عبدالله مزاري د ۱،۵۵ میلیون افغانیو په ارزښت د جنرال پټرولیم کابل بازانو لوبډلې لخوا، بنګله دیشی تمیم اقبال د ۲،۱ میلیون افغانیو او یونس احمدزی د ۱،۵۵ میلیون افغانیو په ارزښت د عبدالهادي مسلم یار ګروپ لخوا او د زمبابوې هیمالټن مساکتزا د ۱،۳۵ میلیون افغانیو، یامین احمدزی د ۱،۶ میلیون افغانیو او شرف الدین اشرف د ۱،۰۵ میلیون افغانیو په ارزښت د المصافي آمو نهنګانو لوبډلې لخوا وپیرل شول. همداراز نور ملي او بهرني لوبغاړي هم د امتیاز درلودونکو شرکتونو لخوا په ښه ارزښت وپیرل شول.

د غونډې په پای کې د ټولو امتیاز درلودونکو شرکتونو استازو د کرکت بورډ له دغه نوښت څخه قدرداني وکړه او ویې ویل چې، دوی په کرکټ پانګونه خپل ملي رسالت بولي او په افغانستان کې د کرکټ ودې ته چې یوه ملي پروسه ده، ژمن دي. دوی همداراز ژمنه وکړه، هغه لوبغاړي چې په لومړني قیمت پیرل شوي، اضافي امتیاز به ورکوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.