مهترلام (پژواک،۵غبرګولى۹۶):د لغمان ولایت د سلطان غازي بابا په ښار ګوټي او نانکزايي سیمو کې د دوو جوماتونو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي د دغو جوماتونو د جوړېدو د چارو د پيل پرمهال وويل چې دا د جوماتونو،دیني مرکزونو او مدرسو جوړولو ته د دولت د اساسي پاملرنې څرګندې بېلګې دي.
هغه زياته کړه چې د سلطان غازي بابا ښارګوټي جومات د ۴ میلیونه ۹۶۶ زره افغانیو په لګښت او د نانکزایي جومات د ۳ میلیونه او ۴۹۹ زره افغانیو په لګښت سره د ارشاد حج او اوقافو وزارت له انکشافي بوديجې څخه جوړیږي، چې دواړه جوماتونه په یو وخت کې د شاوخوا ۱۵۰۰ تنو لمونځ کوونکو د ځاېیدو وړتيا لري.
نعيمي وويل چې په دغه ولایت کې به د بیارغونې د نورو پروژو ترڅنګ د جوماتونو،مدرسو او دیني مرکزونو جوړولو ته نوره هم اساسي پاملرنه وکړي او د حکومت په ټولو چارو کې به د تل په شان له علماوو سره سلا مشورو ته دوام ورکړي.
د ارشاد حج اوقافو ریاست ريیس د علماوو په استازیتوب له ولایت مقام څخه مننه وکړه چې له یاد ریاست سره ځانګړي همکاري کوي
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم په ښار او ولسوالیو کې د څو جوماتونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن