کابل(پژواک،۵غبرګولى۹۶): په ميدان وردګو کې د پوليسو اته افسران د دندې پرمهال د غفلت په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي .
د ميدان وردګو امنيه قوماندان مل پاسوال احمد فهيم قايم وويل چې د پوليسو د ځينو منسوبينو د غفلت له امله څلور ورځې مخکې ددې ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې يوتن سيمه ييز پوليس د وسله والو طالبانو لخوا ووژل شو .
هغه وويل چې ددې قوماندانۍ اړوند د پوليسو اته افسران د دندې پرمهال د غفلت له امله نيول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
که څه هم نوموړي د يادو کسانو د هويت په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې له پلټنو وروسته يې د هغوى دوسيه بشپړې او عدلي او قضايي ادارو ته يې سپارلې دي .
قايم وويل :(( له دې وروسته چې هر افسر په دنده کې غفلت وکړي عدلي او قضايي ارګانونو ته به يې معرفي کړي او د قانون په رڼا کې به ورسره کړنه تر سره کړي .))
د يادونې ده چې له دې مخکې هم د يادې قوماندانۍ پنځه افسران د بېلابېلو تورونو له امله له دندې لرې او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي و .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن