مزارشريف (پژواک، ٦ غبرګولی ۹۶): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ارواښاد عبدالرحيم مندوخېل په وير غونډه وشوه.
ياده غونډه په مزارشريف ښار کې د فرهنګي او ټولنيز مرکز بلخ ادبي خوځښت له خوا رابلل شوې وه چې د مدني فعالانو او سياستوالو تر څنګ په کې دولتي چارواکو هم برخه لرله.
د بلخ ادبي خوځښت د مشرتابه شورا غړي ليکوال جاوېد واک اروښاد مندوخېل له ډيورنډ کرښې ها غاړه د افغان او افغانستان پالونکی مشر وګاڼه.
نوموړي پژواک ته وويل چې ډيورنډ تپل شوې کرښه ده او له دې ور هاخوا د تاريخي افغانستان سيمې دوی ته د محکوم افغانستان په څېر ارزښت لري.
د هغه په وينا، له همدې امله د خپلې محکومې خوا، د هر هغه افغان قدر کوي او پرې وياړي چې افغان او افغانستان پالونکی وي.
په غونډه کې د ارواښاد مندوخېل پر ژوند، سياسي چارو او مفکورې باندې خبرې وشوې.
له کابله راغلي مېلمه او د لوی افغانستان مفکورې لرونکي سياستوال اسراراحمد واخان د خبرو پر مهال په بلخ کې د اروښاد مندوخېل وير غونډه جوړېدل د وياړ ځای وباله.
نوموړي د ارواښاد مندوخېل په مړينه خپګان وښود او د هغه مرګ يې له ډيورنډ هاخوا سيمه کې د افغانستان پالنې فکر ته صدمه وبلله.
خو د نننۍ غونډې د جوړېدو په تړاو يې خوښي وښوده، ويې ويل: ((د وياړ ځای خو دا دی چې د امو سيند پر غاړه د اباسين د څنډو د کيسي غره د يو افغان پال مشر په وير غونډه جوړه شوې ده، دا په دې معنا چې دغه خلک ټول يو دي.))
په ياده غونډه کې د بلخ ولايت مقام سکتوري او تخنيکي چارو ريس ذبيح الله اختري د خبرو په ترڅ کې وويل چې ارواښاد مندوخېل د افغانانو د يو ځای کېدو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي.
د هغه په وينا، د لوی افغانستان جوړېدو او تر همدغه درې رنګي بيرغ لاندې ترې د پښتون، بلوڅ، تاجک، هزاره، ازبک او نورو قومونو يو ځای ژوند کول د ټولو ارمان دی.
ارواښاد مندوخېل له ډيورنډ کرښې هاخوا د ژوب سيمې اوسېدونکی و. دی د خان عبدالصمد خان د مبارزې فکري ملګری و او اوس مهال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستيال و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن