ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: لا هم د پکتیکا د برمل سلګونه ماشومان پاکستاني ښوونځیو ته ځي

خلک: لا هم د پکتیکا د برمل سلګونه ماشومان پاکستاني ښوونځیو ته ځي

author avatar
27 May 2017 - 18:23
خلک: لا هم د پکتیکا د برمل سلګونه ماشومان پاکستاني ښوونځیو ته ځي
author avatar
27 May 2017 - 18:23

ښرنه (پژواک، ٦ غبرګولی ۹۶): د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو د نه شتون له امله تر ۵۰۰ ډېر ماشومان له پولې پورې غاړه په پاکستاني ښوونځيو کې په زده کړې کوي خو مسوولین بیا دغه ستونزه حل شوې بولي.

په داسې حال کې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي دغه څرګندونې کوي چې يو کال وړاندې هم د پژواک په خپور شوي راپور کې راغلي وو چې د یادې ولسوالۍ په يو شمېر ښوونځيو کې پاکستانی نصاب تدريسېږي خو هغه مهال هم چارواکو نا خبري ښودلې وه.

د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي صديق الله له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د برمل ولسوالۍ سلګونه ماشومان د کورنيو په خوښه له پولې ها خوا ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي.

سرچينه زياتوي چې د دې ولسوالۍ د باډر سيمې تر ۵۰۰ زيات ماشومان له پولې ها خوا په پاکستاني ښوونځيو کې زده کړې کوي.

خو صديق وايي، له بده مرغه افغان دولت نه دی توانېدلی چې د یادو شومانو لپاره د زده کړو مناسب چاپېريال برابر کړي او په خپله خاوره کې ښوونځي ورته جوړ کړي.

د دې ولسوالۍ يوه مدني فعال امين جان هم پژواک ته وويل چې د برمل ولسوالۍ د انګور اډې سيمې کورنۍ مجبورې دي چې خپل ماشومان له پولې ها خوا ښوونځيو ته ولېږي او ورباندې زده کړې وکړي.

نوموړی وايي: ((په ولسوالۍ کې يوازې دوه ښوونځي شتون لري چې له دوو تر درېيو ښوونکي لري او هر ښوونکی يې له پنځم تر شپږم ټولګۍ پورې زده کړې کړې دي، ماشومانو ته زده کړه نه شي ورکولای، نو ځکه دوی خپل ماشومان له پولې ها خوا په ښوونځيو کې شامل کړي دي.))

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي معلم يوسف پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د معارف رياست، ولسوالۍ د مديريت او يو شمېر مشخصو کړيو له لوري د دې ولسوالۍ د ښوونځيو پر سر لوبه روانه ده.

د هغه په خبره، يو ښوونځی پېژني چې ودانۍ يې د امريکايانو له لوري جوړه شوې، د ښوونکو تشکيل يې ۴ تنه دی، همدغو څلورو ښونکو د ۵۰۰۰ افغانيو په بدل کې يو بل ښوونکی نيولی او ۲۰ شاګردانو ته زده کړې ورکوي، ياد څلور کسه يوازې معاش اخلي ښوونځی يې په سترګو هم نه دی ليدلی.

هغه زياتوي چې په دې ولسوالۍ کې داسې ښوونځي هم شته چې يوازې يې دېوالونه او احاطه د ښوونځي معلومېږي نور شخصي ملکيتونه دي، د ښوونکو معاشونه يې هماغه کور چا چې مکتب جوړ کړی په جېب کې اچوي او تدريس نه کېږي چې له امله يې په دې ولسوالۍ کې ښوونيز نظام له سقوط سره مخ کړی.

د دې ولسوالۍ د ټنډې مرغي کلي اوسېدونکي سيد نواز پژواک سره په خبرو کې وويل چې پاکستاني چارواکو د افغان ماشومانو ښوونځيو ته د جلب په موخه د يوه منظم پلان له مخې کار کوي او د هغوی لپاره د زده کړې يو مناسب چاپېريال او وړ اسانتیاوې برابرې کړې دي.

سرچينه زياتوي، کله چې د هغه ښوونځي چې افغان ماشومان په کې زده کړې کوي او ازموينه يې وي، د ازمويني پر مهال پاکستاني لوړپوړي چارواکي د ماشومانو ښوونځيو ته د تشويق په موخه راځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.