ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوستم پلویان: د نوي جنبش په نوم راپورته کېدونکې ډله به ترکمنانو کې ځای ونه لري

د دوستم پلویان: د نوي جنبش په نوم راپورته کېدونکې ډله به ترکمنانو کې ځای ونه لري

author avatar
27 May 2017 - 10:20
د دوستم پلویان: د نوي جنبش په نوم راپورته کېدونکې ډله به ترکمنانو کې ځای ونه لري
author avatar
27 May 2017 - 10:20

میمنه (پژواک، ۶ غبرګولی ۹۶): د جنرال دوستم سلګونو پلویانو په فاریاب کې د یوې غونډې په ترڅ کې ویلي چې د حکومت دننه ځینو کړیو د ولسمشر د لومړي مرستیال پر وړاندې د دسیسو په جوړولو له هغه قانوني واکونه واخیستل.

په دې غونډه کې چې د ملي جنبش د غړو او پلویانو په ګډون شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ګډون کړی و، دغه راز ادعا یې کوله چې حکومت د نړیوالې ټولنې له مرستې او امکاناتو په استفادې په ډې هڅه کې دی څو د افغانستان ترکمن د سیاست له صحنې لرې کړي.

د فاریاب ولایتي شورا مرستیال او د دې غونډې لومړي ویناوال عبدالاحد ایلبیک وویل: ((ارګ او د ملي امنیت شورا د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال پر وړاندې دسیسه جوړه کړه، د هغه قانوني واکونه یې ترې واخیستل، اوس په دې لټه کې دي چې د څو منفورو او پلورل شوو څېرو لکه د جوزجان پخواني والي عالم ساعي، د ترکتبارو شورا د رییس اکبربای، احمد ایشچي او ځینو نورو په ملاتړ د جنبش ګوند رول کمزوری کړي او د یوه قوم واکمنېدو او قبیلې پالنې ته زمینه برابره شي.))

ایلبیک ادعا وکړه، ځيني متعصب کسان د نړیوالې ټولنې له مرستې، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سولې د ټینګښت او د افغانستان د بیارغونې لپاره یې اخلي، مخالفین وسله وال کوي او تجهیزوي او د ځینو ملیتونو د ځپلو په هڅه کې دي.

د فاریاب دغه چارواکي په دې اړه د چا نوم وا نه خیست.

د فاریاب د حج او اوقافو ریاست مرستیال مولوي ګل احمد لطفي دغه راز په خپلو خبرو کې وویل چې ترکمن په سیاست کې روښانه تاریخ لري او هېڅ قوم نه شي کولای حکومت پرې وکړي.

هغه ترکیې ته د جنرال دوستم سفر ته په اشارې وویل: ((جنرال دوستم به تل ژوند نه وي، خو زرګونه نور جنرال دوستم یې روزلي چې د بازماندګانو ملاتړ وکړي او د هغه لاره تعقیب کړي، څوک چې د نوي جنبش په نامه غواړي سر راپورته کړي، د ترکتبار ملت په منځ کې به د پښې ځای ونه لري.))

د ملي جنبش د ولایتي شورا رییس عطامحمد فیضي وايي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، جنرال دوستم د قانون له مخې د ریاست جمهوري لومړی مرستیال دی، حق لري له هېواده بهر او دننه سفرونه وکړي.

هغه وویل، هغه کسان چې د دوستم پر وړاندې تبلیغ کوي چې ګویا بېرته هېواد ته نه راګرځي، هېواد پلوري او خاین دي.

جنرال دوستم تېره جمعه (د غويي ۲۹م) د درملنې په موخه ترکیې ته ولاړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.