ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د ګمرک عواید ډېر شوي

د ننګرهار د ګمرک عواید ډېر شوي

author avatar
27 May 2017 - 11:17
د ننګرهار د ګمرک عواید ډېر شوي
author avatar
27 May 2017 - 11:17

جلال اباد (پژواک ۶ غبرګولی ٩۶): د ننګرهار د ګمرک رييس وايي چې د عوايدو د لوړوالي په موخه يې د چارو د روڼوال هڅې پيل کړې دي چې له امله يې د تېر په پرتله په عوايدو کې په بې ساري ډول لوړوالی راغلی دی.

الهام الدين مظهر پژواک خبري اژانس ته په يوځانګړې مرکه کې وويل چې د روان مالي کال په لومړيو پنځو مياشتو کې يې له پنځه ميليارده افغانيو ډېر عوايد ترلاسه کړي چې د تېر کال همدې مياشتو ته په کتو يو اعشاريه څلور ميليارده افغانۍ لوړوالی په کې راغلی دی.

نوموړي په تېر ۱۳۹۵ مالي کال کې د ټولو عوايدو اندازه ۱۲ عشاريه ۳ ميليارده افغانۍ ياده کړه او ټينګار يې وکړ چې د سږ کال لومړيو مياشتو ته په کتو په دې ټوليزه شمېره کې په لويه کچه ډېروالی راغلی دی.

هغه وويل، که د روان ۱۳۹۶ مالي کال د حوت په مياشت کې د تورخم دروازه د پاکستاني ځواکونو له لوري نه وای تړل شوې، نو ښايي عوايد تر دې هم لوړ شوي وای.

د ننګرهار ګمرک رييس زياته کړه، عوايد يې تر پخوا ځکه لوړ شوي چې دوی په خپلو چارو کې شفافيت رامنځته کړی؛ خو نه ردوي چې لا به هم په ګمرکي محصولاتو راټولېدو کې فساد موجود وي.

هغه وويل: ((زه زياتره حالات خپله کنټرولوم؛ خو ټولې چارې هم خپله مخې ته نه شم وړلی، ډېر مامورين کار کوي او طبيعي ده چې مامورين به په ځينو مواردو کې فساد کوي.))

خو الهام الدين مظهر ډاډ ورکوي چې اوس سيستم ټول کمپيوټري شوی، د پيسو تحويلي په بانکونو کې کېږي او مامورين يې يوازې کنټرول کوي؛ نو ځکه خو تر ډېره په چارو کې شفافيت رامنځه شوی دی.

د ګمرک رييس وړاندې دا هم ومنله چې په ګمرک کې د فساد د بېخي ختمولو دعوه مبالغه ده؛ خو هڅې يې پيل کړي، چې يوه ورځ په حقيقت بدل شي.

بلخوا د چارو کارپوهان پر دې باور دي، که ګمرکي عوايد همداسې لوړ ولاړ شي؛ نو شونې ده چې د هېواد اقتصاد مو پر خپلو پښو ودرېږي.

د اقتصادي چارو کارپوه استاد تاج محمد تکمين وايي، که د ګمرکونو د عوايدو چارې په شافيت ترسره او عوايد شفاف راټول شي؛ نو هيواد په خپلو پښو درولی شي.

هغه زياته کړه، چې افغانستان خپل توليدات نه لري؛ نو د بوديجې د ډېروالي په خاطر د عوايدو کنټرول مهم دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.