ګردېز ښار (پژواک، ۶ غبرګولی ۹۶): د پکتیا په مرکز ګـردېز کې د "شهيد شېرولي وردګ" په نوم پيل شوې د کـرکټ پنځه ورځنۍ سيالۍ د "لمر" لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
په يادو لوبو کې شپـږ لوبډلو ګـډون درلود چې پايلوبه د "حمزه" او "لمر" لوبډلو تر منځ وشوه.
په پايلوبه کې لومړی حمزه لوبډلې توپ وهنه وکـړه او پر ټاکلو ۱۴ اورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۹۵ منډې وکـړې او مقابلې لوبډلې ته يې د ۹۶ منډو هـدف وټاکه.
لمر لوبډلې ټاکل شوی هـدف په وروستي اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره او سيريز یې په خپل نوم کـړ.
بريالۍ لوبډلې ته د لوبو کـپونه او وسايل ورکـړل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن