جلال اباد (پژواک، ۷ غبرګولی ٩۶): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې څلور پاکستاني وګړي يې له داعش ډلې سره تر يو ځای کېدو مخکې نيولي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روداتو ولسوالۍ په کوچيانو کلا سيمه کې نن سهار شاوخوا څلور بجې څلور پاکستاني وګړي نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، يادو کسانو غوښتل د داعش ليکو ته ولاړ شي چې د امنيتي ځواکونو له لوري له دوو نورو افغانانو سره یو ځای ونيول شول.
د والي وياند په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل خو ټينګار يې وکړ چې نيول شوي کسان اوس تر پلټنو لاندې دي.
د يو بل خبر له مخې، امنيتي ځواکونو تېره شپه د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د هيروينو دوه فابريکې له منځه وړې دي.
د ننګرهار د والي وياند پژواک اژانس ته د ياد خبر په تاييد سره وويل چې هيروينو د توليد دغه فابريکې د خوږياڼو ولسوالۍ په ستره ترمۍ سیمه کې پولیسو د عملياتو پر مهال کشف او وروسته یې له منځه وړې دي .
هغه ډاډ ورکړ چې د دغو عملیاتو پر مهال چا ته ځاني زيان نه دی اوښتی او د قضيې په تړاو هم څوک نه دي نيول شوي .
دغه راز د ننګرهار ولايت ښاري محکمې له لوري دوه تنه پر پنځه، پنځه کاله او يو بل پر ۶ میاشتې تنفیذي بند محکوم شول .
د ننګرهار ولايت د استيناف محکمې له لوري د غبرګولي په ۷مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولایت د ښاري محکمې اړوند د جزا لومړني دېوان د قضیایي غونډې په ترڅ کې دوه تنه د غلا په قضیه کې پر پنځه، پنځه کاله او یو بل تن پر شپږ میاشتې تنفیذي بند محکوم شول .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن