ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

باميانو کې زرګونه ښځو د ليک لوست زده کړو پروګرام کې ګډون کړى

باميانو کې زرګونه ښځو د ليک لوست زده کړو پروګرام کې ګډون کړى

author avatar
29 May 2017 - 14:55
باميانو کې زرګونه ښځو د ليک لوست زده کړو پروګرام کې ګډون کړى
author avatar
29 May 2017 - 14:55

باميان (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٦): د پوهنې وزارت وايي چې په روان کال کې يې باميانو ولايت کې  د ١٥زره کسانو لپاره چې ډېرى يې ښځې دي، د ليک لوست زده کړو زمينه مساعده کړې ده.

د پوهنې وزارت د حياتي زده کړو مرستيال سردارمحمد رحيمي د پژواک خبري اژانس له خبريال سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې په روان کال کې په باميانو ولايت کې په شپږو ولسواليو کې د يونسکو له لوري د ليک لوست زده کړو ٩ مياشنى پروګرام عملي کېږي.

هغه زياته کړه: ((په دغه پروګرام کې به ٣٥٠ کورسونه جوړ شې چې ١٠ او ٥٠٠ کسان په کې ګډون کوي او شاوخوا پنځه زره نور خلک چې د پوهنې وزارت د ليک لوست زده کړې په نورو کورسونو کې شامل دي، په ټوله کې ١٥زره کسان د ليک لوست زده کړو کورسونو کې شامل شوي دي.))

نوموړي وويل چې په کور کې شامل کسان له ١٥ پورته عمر لري او اکثره ګډونوال يې ښځې دي، وزارت د خپلې شته بوديجې پر بنسټ د ټول هېواد په ١٢٠ ولسواليو کې د ليک لوست زده کړې پروګرامونه پيل کړی دی.

نوموړي وويل چې زده کوونکي له کورس څخه د دوولسم ټولګي په سويه فارغېږي، خو که چېرې د تحصيل له دوام سره لېوالتيا ولري، د کورس له پاى ته رسېدو وروسته د حياتي ليک لوست زده کړې ښوونځي ته ور پېژندل کېږي او کولى شي چې خپلو درسونو ته دوام ورکړي.

د باميانو د پوهنې رياست سرپرست محمد ايوب اميري وويل: ((څو لسيزې جګړه، تاوتريخوالى او بېوزلي د دې لامل شوي چې ګڼ شمېر خلک له درس نه محروم شي، خو اوس لېوالتيا لري چې لږ تر لږه ليک لوست زده کړي.))

٤٠ کلنې سليمې پژواک ته وويل: ((اوس اوس مې د ليک لوست کورس کې نوم ليکنه کړې، څو وکولى شم ليک او لوست زده کړم.))

نوموړې چې له لومړي ټولګي يې درس پيل کړى، هيله څرګندوي چې د کال تر پايه به وکولى شي ليک لوست زده کړي او په ورځني ژوند کې به ترې ګټه واخلي.

دغې مېرمنې وويل، سره له دې چې کور ته راتلونکي ليکونه او په بازار کې لګول شوې لوحې يې نه شواى لوستلى، نو اړه شوه چې د ليک لوست زده کړې کورس کې ګډون وکړي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.