جلال اباد (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٦) : چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريدونو او عملياتو پر مهال د يوه قوماندان په ګډون څلور داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د نازيانو ولسوالۍ په سپين ژۍ سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې د يو سيمه ييز قوماندان اسدالله په ګډون څلور داعش وسله وال ووژل شول .
نوموړي زياته کړه، په دې هوايي بريدونو کې ملکي وګړو او دولتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
دى وايي چې د اچين ولسوالۍ په بټن سيمه کې د عملياتو پر مهال د ثواب،سمندر او ګيس په نومونو درې شکمن کسان نيول شوي دي.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن