جلال اباد (پژواک، ۸ غبرګولی ٩۶): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي، د عملياتو او کشفي راپورونو پر بنسټ يې د داعش ډلې يوولس جنګيالي نيولي چې په ډله کې يې ايراني او پاکستاني وګړي هم شامل دي.
امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمان رحيمي د غبرګولي په ۸ مه د خبري کنفرانس پر مهال وويل چې د همدغو عملياتو پر مهال يو طالب جنګيالی هم نيول شوی دی.
هغه وايي، په دې وروستيو کې يې د داعش ډلې د ځپلو په خاطر بېلابېل جګړه ييز او اپراتيفي عمليات ترسره کړي چې دې ډلې ته د سختې مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ يې ۱۱ داعش وسله وال نيولي هم دي.
رحيمي زياته کړه، په نيول شوو داعش جنګياليو کې پاکستاني او ايراني وګړي هم شامل دي چې په لومړنيو څېړنو کې یې دغه جرم منلی دی.
نوموړي دغه راز وويل چې په يادو عملياتو کې يې يو شمېر د نشه يي توکو قاچاقبر، وسله وال غله او د جينايي جرمونو ترسره کوونکي هم نيولي؛ خو په دې اړه يې ډېر وضاحت ورنه کړ.
امنيه قوماندان د دغه کنفرانس پر مهال هغه وسله وال او وسلې هم خبريالانو ته وښودې چې هغه يې د نيولو ادعا درلوده.
د قوماندان تر خبرو وروسته خبريالانو له يو شمېر نيول شوو کسانو سره هم خبرې وکړې او هغوی پر خپلو کړنو پښېمانه برېښېدل.
د ياسر په نوم ايراني وګړي رسنيو ته وويل چې د ټيليګرام له لارې يې له داعش ډلې سره اړيکې ټينګې شوې دي.
هغه وايي، لومړی نيمروز ولايت ته راغلی، له هغه ځايه بيا کابل ته راغی او دلته ننګرهار ته تر راتګ وروسته يې چپرهار او بيا هسکې مېنې ولسوالۍ کې له داعش ډلې سره وخت تېر کړی دی.
احمدالله چې اصلاُ د کندوز ولايت دی او عمر يې په پاکستان کې تېر کړی، وايي هلته ورته د عبدالرحمن په نوم يو تن تبليغ کاوه او دی يې له داعش ډلې سره يو ځای کېدو ته تشويق کړ.
دی وايي، لا تر اوسه داعش ډلې ته رسېدلی نه و چې د امنيتي ځواکونو له لورې ونيول شول؛ خو وايي دلته له نورو نیول شوو ملګرو يې واورېدل چې هلته ورتګ له مرګ پرته راتګ نه لري.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن