ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

کندهار کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

author avatar
29 May 2017 - 15:16
کندهار کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې ډېرېدو خلک اندېښمن کړي
author avatar
29 May 2017 - 15:16

کندهار ښار (پژواک، ۸ غبرګولی ۹۶): په دې وروستیو کې په کندهار کې د امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د ملي اردو د سرتېرو مرګ ژوبله ډېره شوې چې د خلکو اندېښنې يې پارولې دي.

د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه په داسې حال کې لوړه شوې چې د هوا له ګرمېدو سره د وسله والو په بریدونو کې ډېروالی راغلی دی.

په کندهار کې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله تر ډېره د وسله والو د هغو بریدونو له امله ده چې دشپې له پلوه یې په ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو تر سره کوي.

تېرې دوې اوونۍ کندهار د امنيتي ځواکونو د تر ټولو ډېرو تلفاتو شاهد و، ميانشين، شاوليکوټ، ميوند، معروف، ارغستان او نورې هغه ولسوالۍ وې د وسله والو د بریدونو پر مهال لسګونه پولیس او د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د ولسوالیو اوسېدونکي او امنیتي سرچینې وايي، وسله وال د شپې له پلوه له لایزر لرونکو وسلو او دوربینونو کار اخلي، نو ځکه امنیتي ځواکونو ته د جګړې پر مهال درنه مرګ ژوبله اړوي.

د میوند ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي سراج پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېر کال راهیسې اوري چې وسله والو سنایپر توپک، لایزر لرونکې وسلې او د شپې له خوا کارېدونکي دوربینونه تر لاسه کړي دي.

دی وايي، له همدې امله وسله والو په خپلو جګړه ییزو تاکتیکونو کې بدلون راوستی، هغوی د شپې له پلوه امنیتي پوستې په نښه کوي او په ډله ییزه توګه ورباندې برید کوي.

د سرچینې په خبره، دا چې امنیتي ځواکونه هومره پرمختللې وسلې او تجهیزات نه لري نو ځکه یې د تلفاتو کچه لوړېږي.

ده وویل، داسې یې اورېدلي چې د کندهار امنیه قوماندان د پولیسو د ځینو امنیتي پوستو لپاره په خپل شخصي لګښت همداسې وسلې اخیستي او تر ډېره د شپې له لوري د وسله والو د بریدونو مخنیوی کوي، خو ملي اردو دغسې وسایل او مهمات نه لري.

د کندهار مدني فعال او د حالاتو کتونکی احمد شاه سپر پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېر لاملونه دي چې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه یې لوړه کړې ده.

هغه زیاته کړه، د امنیتي ځواکونو روزنه معیاري نه ده، استخبارات یې قوي نه دي، په سمه توګه اکمال او تجهیز شوي نه دي، نو ځکه ډېر مهال درنه مرګ ژوبله ور اوړي.

دی وايي، مهمه چاره دا ده چې حکومت باید په ملکي او نظامي برخو کې خپل استخبارات پیاوړي کړي، ځکه استخبارات د نظام د سترګو په څېر دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.