ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې يوه ۲۲ کلنه زده کوونکې وژل شوې

بلخ کې يوه ۲۲ کلنه زده کوونکې وژل شوې

author avatar
30 May 2017 - 13:32
بلخ کې يوه ۲۲ کلنه زده کوونکې وژل شوې
author avatar
30 May 2017 - 13:32

مزار شريف (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٦) : ناپېژانده  وسله والو په بلخ ولايت کې د ښوونځي یوه ٢٢ کلنه زده کوونکې وژلې ده.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د بلخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامن‌ځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

د بلخ ولسوالۍ د احمدشاه ابدالي لېسې مدير جان محمد پژواک اژانس ته وويل چې د لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکې ٢٢ کلنه پېغله نن سهار لېسې ته په لاره  د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوې ده.

د وژل شوې نجلۍ ورور نواب خان وايي چې دوى له هېچا سره دښمني نه لري او نه پوهېږي چې خور يې ولې او د چا له خوا وژل شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.