ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پېښور کې د حکمتیار ځانګړی سکرتر وژل شوی

په پېښور کې د حکمتیار ځانګړی سکرتر وژل شوی

author avatar
30 May 2017 - 10:34
په پېښور کې د حکمتیار ځانګړی سکرتر وژل شوی
author avatar
30 May 2017 - 10:34

کابل (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٦): د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار ځانګړی سکرتر او د هغه د مشر زوى خسر نن سهار په پېښور ښار کې وژل شوی دی.

د حزب اسلامي وياند قريب الرحمن سعيد د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د پاکستان د پېښور ښار اړوند د تاج اباد په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د حکمتيار ځانګړی سکرتر حاجي فريد چې د هغه د مشر زوى صلاح الدين حکمتیار خسر هم و، سهار وروسته له لمانځه له جوماته کور ته پر لاره د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې وژل شوى دى.

نوموړى وايي چې حاجي فريد څو ورځې مخکې له کابله بېرته پېښور کې خپل کور ته تللى و.

سعيد وويل چې هغه له چا سره شخصي دښمني نه درلوده، د هغه وژنه سياسي اړخ لري، د حزب اسلامي  او د سولې دښمنانو له خوا وژل شوى دى.

د حزب اسلامي وياند د نوموړي وژنه پر کلکه وغندله او له پاکستان څخه يې وغوښتل چې د ټولو افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د حزب اسلامي د غړو امنيت خوندي کړي.

د هغه په وينا، حاجي فريد د کندوز ولايت اوسېدونکى و .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.