ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د پښتو نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه جوړه شوه

کابل کې د پښتو نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه جوړه شوه

author avatar
30 May 2017 - 14:47
کابل کې د پښتو نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه جوړه شوه
author avatar
30 May 2017 - 14:47

کابل (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٦): د "پښتو نړيوالې ورځې" نمانځغونډې ويناوالو د دې ژبې پر بډاينې د ټينګار تر څنګ وويل چې د پښتنو په سيمو کې بايد د مشرانو د وژنو او ښوونځيو سوځولو مخه ونيول شي.

د يادې ورځې نمانځغونډه نن په کابل پوهنتون کې د سلګونو استادانو او زده کړيالانو په ګډون جوړه شوه.

په افغانستان او نورو هېوادونو کې يو شمېر فرهنګيانو او د پښتو ژبې پوهانو د غبرګولې مياشتې په ۸مه د پښتو ژبې د نړيوالې ورځې په توګه نومولې ده.

د افغانستان د ولسمشر فرهنګي سلاکار او د کابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون په نننۍ غونډه کې وويل چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پښتانه د پښتو نړيواله ورځ په دې موخه نمانځي چې دغې لرغونې ژبې ته په علمي او فرهنګي برخو کې  کار وشي.

هغه وويل: "د دې ورځې د نمانځنې په پار، موږ بايد خپلو ماشومانو ته د کتاب او قلم لار ور وښيو؛ خپلې ژبې ته بايد لا ډېره علمي او فرهنګي غنا ور په برخه کړو، تر څو پښتانه د ټوپک پر ځای د قلم او کتاب لاره خپله کړي."

ازمون وايي، دولت بايد د هغو استخباراتي کړيو مخه ونيسي چې د پښتنو په سيمو کې ښوونځي سوځوي او پښتانه مشران وژني.

هغه وويل: "موږ له هر چا سره د مور په ژبه خبرې کوو، پښتو زموږ د مور ژبه ده، د مور ژبې خطاب ورته کوو او که څوک زموږ د مور په ژبه پوه نه شي او زموږ حق مو رانه کړي، بيا د پلار ژبه مو توره ده؛ بيا په توره ورسره حساب کوو."

د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد پوهاند اسماعيل يون وويل: "په پښتو ژبه خبرې کول زموږ حق دى، نه کوم امتياز، خو په ډېرو ځايونو کې دغه حق له موږ څخه اخيستل شوی دی."

هغه هم پر پښتنو غږ وکړ چې خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي تر څو د دې جوګه شي چې خپلې ژبې او خپل ولس ته خدمت وکړي.

د کابل پوهنتون رييس حميدالله فاروقي هم د پښتو ژبې پر فرهنګي بډاينې د ټينګار تر څنګ وويل چې پښتو ژبه ۸ زره کلن تاريخ لري خو څومره چې اړينه ده دې ژبې ته دومره کار نه دی شوی.

هغه د پښتو ژبې له پوهانو وغوښتل چې په دې برخه کې خپل علمي او څېړنيز کارونه لا ډېر او ګړندي کړي تر څو دغه ژبه نوره هم غني شي.

د غونډې په پای کې د کابل پوهنتون ګڼ شمېر استادانو او زده کړيالانو خپل شعرونه ولوستل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.